د خوست بريد زيانونه

د طالبانو د خپل دوديز تکتيک په ترڅ کې په خوست کې پر دولتی ودانيو بريد کړی او ۶ کسان يې وژلي دي.

دا پنځم ځل دی چې په خوست کې اورپکي له پوځي یونیفورم نه په ګټه پر حکومتي ودانیو بریدونه کوي.

طالبان وايي بريد دوی ترسره کړی، او په وینا یې نژدې ۵۰ کسانو ته په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

هغه ودانۍ چې اورپکي ورننوتلي وو د خوست ښار په لوېديځه برخه کې د خوست – ګردېز پر لویه لاره د ترافیکو مدیریت او د پولیسو د چټک غبرګون ودانۍ وې.

کابو یو کال وړاندې په وسلو سمبالو يو شمېر کسانو د خوست پر امنیه قومندانۍ، استخباراتو او د والي پر مقام هم بریدونه کړي وو.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .