کابل د ستراتيژيکو اړیکو سند واشنګټن ته وسپارۀ

کلنټن او کرزی
Image caption په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جوړېدو مساله ددغه سند یوه برخه ګڼل کېږي.

افغان حکومت وايي چې له امريکې سره يې د اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو په تړاو د همکارۍ هغه سند امريکې ته سپارلى چې څه نا څه دوه مياشتې وړاندې د هغه هيواد له لورې افغانستان ته سپارل شوى و .

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ نه په استول شوې وينا پاڼه کې راغلي چې د دغه سند سره تړلي نورې ضميمې به څه موده وروسته د هغه هيواد چارواکو په واک کې ورکړل شي .

د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږدمهاله اړیکو د تړون مسوده چې شا وخوا دوه مياشتې وړاندې افغان لوري ته سپارل شوې وه د يو لړ سلا مشورو وروسته يې مسوده چمتو شوې او ښايي د دواړو هيوادونو چارواکي پخپلو کې پرې خبرې اترې وکړي .

کله چې دغه سند افغان لورې ته سپارل شوى و نو افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې نوموړى سند به تر راتلونکو درو میاشتو پورې د جوړېدونکې لویې جرګې په راغوښتلو سره وړاندې او پر جزییاتو به یې له امریکايي چارواکو سره خبرې وشي.

په افغانستان کې د امریکا د دایمي اډو د جوړېدو مساله ددغه سند یوه برخه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې د افغانستان دولت ویلي چې امریکا په افغانستان کې د دايمي اډو د جوړولو غوښتونکې ده، چې په دې سره به له افغان امنیتي ځواکونو سره د هېواد د کورنيو او بهرنیو ګواښونو په مخنیوي کې لاښه مرسته وکړای شي.

خو په افغانستان کې د امریکې د دايمي اډو جوړېدل د پاکستان، ایران او روسیې په څېر د افغانستان د یوشمېر ګاونډيانو لپاره یوه لویه اندېښنه راپورته کولی شي.

خو افغان چارواکو لا له وړاندې ويلي و چې دغه تړون به د افغانستان هيڅ يوه گاونډي هيواد ته زيان ونه رسوي او په خبره يې چې لا به د سيمې او نړۍ د خونديتوب لپاره گټور پرېوځي .

سره له دې چې هغه مهال افغان حکومت د خپلو گاونډيو هيوادونو د شته انديښنو د لرې کولو لپاره خورا نرمه او پسته ژبه کارولې وه ، خو څو ورځې وړاندې د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار رنگين دادفر سپنتا د ولسي جرگې په غونډه کې ويلي وو چې افغانستان اړ نه دى چې د امريکې يا نورو هيوادونو سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو پر سر له گاونډيو هيوادونو سلا مشورې وغواړي .

ښاغلي سپنتا دا دليل هم ياد کړى و چې هيڅ يوه گاونډي هيواد تر اوسه پورې له افغانستان سره پخپلو ملي مسلو سلا مشوره نه ده کړې .

تر اوسه ددغې طرحې ډير جزئيات نه دي څرگند شوي ، خو په تير کې افغان ولسمشر ويلي و چې په افغانستان کې د امريکا د ټولو تگلارو، د افغانستان سره د مرستو د تگلارې بدلول.

د افغان حکومت د پياوړتيا پر وړاندې د پرتو خنډونو ليرې کول او په اږده مهال کې له افغان پوځ سره مرسته د دغه تړون غوښنه برخه ده .

دارنگه، ښاغلي کرزي په روښانه ټکو کې دا هم ويلي و چې د ستراتيژيکو اړيکو په دې سند کې به کابل د واشنگټن هغه گټې هم په پام کې ونيسي چې دده په خبره د افغانستان له ملي گټو سره په ټکر کې نه وي.

ورته مطالب