حزب التحریر: په جګپوړو چارواکو کې نفوذ لرو

حزب التحریر
Image caption د التحریر ګوند په افغانستان کې په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شو، او دا چې د نړیوال خلافت لپاره کوي نو افغانستان یو خپلواک هېواد نه بلکې د خلافت یو آیالت بولي.

'حزب التحریر' (د ازادۍ ګوند) چې په نړۍ کې د اسلامي حلافت د ټینګولو په موخه فعالیت کوي ادعا لري چې د وزیرانو، او پارلمان د غړو په ګډون د لوړپوړو افغان چارواکو تر منځ یې نفوذ کړی دی.

ددې ګوند چارواکي وايي په وروستیو کلونو کلونو کې په دې توانېدلي چې د افغانستان لسو ولایتونو ته خپل فعالیتونه وغځوي.

دا ګوند نه یواځې دا چې د افغانستان اساسي قانون نه مني بلکې دا هېواد د اسلامي خلافت یو ایالت بولي.

دا ګوند د افغان حکومت او او بهرنیو ځواکونو په وړاندې د طالبانو کړه وړه، د اشغال شوې خاورې دفاع ګڼي.

خو د اوسني نظام د راپرځولو په برخه کې د وسله والو فعالیتونو سره مخالفت ښيي.

زموږ همکار سید انور ددې ګوند فعالیتونه په یوه راپور کې رانغښتي چې خوشحال تایب پښتو ته ژباړلي.

د طالبانو د اسلامي امارت تر راپرځېدو دوه کاله وروسته، یوه بل اسلامي خوځښت په دې هېواد کې د اسلامي خلافت د ټینګولو لپاره فعالیتون پیل کړل، خو له طالبانو سره په توپیر کې دي.

د التحریر ګوند له پوځي لارې د اوسني حکومت د راپرځولو هڅه نه کوي، خو غواړي چې له کلتوري پلوه په عامه افکارو کې د بدلون له لارې د نظام د بدلولو او د خلافت د جوړولو لپاره لار هواره کړي.

د التحریر ګوند ادعا لري چې تر څو کلونو پټو فعالیتونو وروسته، یې اوس د اسلامي خلافت د ټینګولو په موخه د عامو خلکو د افکارو د ورجذبولو لپاره خپل فعالیتونه د افغانستان لسو ولایتونو ته غځولي دي.

ددې ګوند یو لوړ پوړی چارواکی سیف الله مستنیر ادعا لري چې ددې ګوند پلویان په دې توانېدلي چې خپل پیغام لوړپوړو افغان چارواکو آن د افغان حکومت وزیرانو او د پارلمان غړو ته ورسوي:

''دا ګوند په افغانستان کې په تاکل شمېر غړي لري، د ټولنې په بېلابېلو قشرونو کې زیات شمېر پلویان لري، په ځانګړې توګه د وزیرانو له کچې رانیولې د ټولنې د ټیټې کچې پورې کسان شته چې دا نظر تاییدوي، ولې ددوې ګټې دا نه ایجابوي چې ظاهر یې کړي''.

له دې سره سره دا ګوند تر اوسه د افغانستان په عدلیې وزارت کې نه دی ثبت شوی.

خو ښاغلی مستنیر د یوه سیاسي حرکت په توګه ددې ګوند نه ثبتېدل د دوی له خوا د افغانستان د اساسي قانون نه منل او ددې خوځښت نړیوال والی بولي:

''اساسي قانون ته که موږ پام وکړو نو یو عجیب معجون ترې جوړ شوی دی، په هغه کې اسلام شته، ډیموکراسي شته، نړیوال کنواسیونونه او د ملګرو ملتونو ته وفاداري پکې شته، حال دا چې اسلا له ډیموکراسي سره کاملاً متناقض دی، د اسلامي سیاسي نظام خلافت دی، حال دا چې ډیموکراسي د کاپیټالیزم او پانګوالۍ نظام دی او کاملا کفري نظام دی.

هغه ته دعوت کول او پلي کول یې کاملاً حرام دي، نو هغه قانون چې په افغانستان کې د ګوندونو لپاره جوړ شوی هغه هم غیر اسلامي دی، دا قانون یو ګوند محدودوي چې باید یواځې په افغانستان کې فعالیت ولري''.

د التحریر ګوند افغانستان یو اشغال شوی هېواد بولي، او د بهرنیانو په وړاندې د طالبانو جګړه د اشغال په وړاندې دفاع ګڼي.

ښاغلی مستنیر د طالبانو له خوا په یو شمېر ځانمرګو بریدونو، د سړک غاړې بمي چاودنو او ځینو نښتو کې د یو شمېر ولسي وګړو، ماشومانو او ښځو وژل کېدل استخباراتي معاملې بولي:

''ستعمار له مختلفو لارو داسې پروسې اختیار کړي چې هم په سیاسي ، تبلیغاتي او هم نظامي پلوه ګټې ترې اوچتوي. دلته ډیری دغه تلفات استخباراتي لوبې دي او پخپله استخبارات دا په لاره اچوي''.

د ښاغلي مستنیر څرګندونو ته په کتو دا پوښتنه را پورته کیږي، چې آیا دولت ددې ګوند د کړنو او فعالیتو د څارنې لپاره کوم ګام پورته کړی که څنګه؟

خو ددې ګوند لوړ پوړی چارواکی سیف الله مستنیر په دې اړه وايي دولت تر دې مهاله د دوی لسګونه غړي نیولي دي:

''له موږ سره د دولت چلند ډېر سخت وو، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې زموږ تر دېرشو زیات کسان ونیول شول. تر پنځوس شپیتو زیات کسان یواځې په دې تور نیول شوي چې ددې ګوند غړیتوب لري.

دا ددې حکومت هغه دیکتاتورانه عمل دی چې د دیموکراسۍ تر نامه لاندې یې خلکو ته وړاندې کوي''.

د التحریر ګوند په ۱۹۵۳ کال کې د یوه روحاني فلسطیني شیخ تقي الدین له خوا جوړ شو.

ددې ګوند غړي ادعا کوي چې دا مهال د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې فعالیت لري.

د رپوټونو له مخې د منځنۍ آسیا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د التحریر ګوند پر فعالیتونو بندیز لګېدلی.

د التحریر ګوند په افغانستان کې په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شو، او دا چې د نړیوال خلافت لپاره کوي نو افغانستان یو خپلواک هېواد نه بلکې د خلافت یو آیالت بولي.

ورته مطالب