مشعل:ملا محمد عمر له کوټې تری تم شوی

ملا عمر ته منسوب عکس
Image caption وړاندې تر دې افغان تلوېزیوني شبکو داسې خبرونه خپراه کړي وو چې د پاکستان استخباراتي کړیو ملاعمر له کوټې شمالي وزیرستان ته لېږدولی وو او وژل شوی دی.

د افغانستان د استخباراتو ادعا کوي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر له تېرو څو ورځو د کوټې په شاوخوا کې له خپل پتنځایه لادرکه شوی دی. خو چارواکي وایي دوی لا تر اوسه د هغه د مرګ او ژوند په اړه څه نه شي ویلای.

د دغې ادارې ویاند لطف الله مشعل په کابل کې خبریالانو ته په څرګندونو کې وویل د دوی د سرچینو د معلوماتو له مخې ان لوړ پوړي طالب چارواکي او قوماندانان هم له تېرو څو ورځو راهیسې له ملا محمد عمر سره د اړیکو په نیولو کې پاتې راغلي دي.

د دوشنبې په ګهیځ د استخباراتي سرچینو له قوله په مېډیا کې په راغلو لومړنیو رپوټونو کې د طالبانو د مشر د وژل کېدو خبره کېده، خو د طالبانو له لورې د شوې ادعا له ردېدو وروسته د ملي امنیت ادارې هم په خپل لومړني رسمي غبرګون کې یوازې د طالبانو د مشر د لادرکه کېدو خبره مخې ته کړه.

نوموړي وویل، د ملي امنیت سرچینې ښيي چې له ملا محمد عمر سره د هغه د نژدې ملګرو او جګپوړو طالب مشرانو اړیکي غوڅ شوي دي:

''زموږ د سرچینو پر بنسټ، د ملا محمد عمر نژدې ملګري او هغه قومندانان چې مستقیماً یې اړيکي ورسره لرل، وايي چې له څلورو ورځو راهیسې له کوتې تری تم شوی، چې دا اوازې په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو ته هم رسېدلې دي. خو اوس موږ په دې موقف کې نه یو چې د هغه د مړینې یا ژوند په اړه څه ووایو. ''

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وژل کېدو په اړه په افغان رسنیو کې د دوشنبې په ګهیځ راغلو رپوټونو ته د افغانستان د ملي امنیت د ادارې رسمي غبرګون د تایید او تردید یو ډول ګونګ یا ناڅرګند ترکیب وو.

په کابل کې د دغې ادارې ویاند لطف الله مشعل خبریالانو ته په څرګندونو کې د طالبانو د مشر د برخلیک په اړه ګڼو پوښتنو ته په ځواب کې یوازې همدا ځواب تکراراوه چې نوموړی ګواکې له تېرو درو – څلورو ورځو راهیسې د بلوچستان په کوټه کې له خپل پټنځایه لادرکه شوې دی.

د طالبانو د مشر د وژل کېدو په اړه په رسنیو کې د دوشنبې پر ګهیځ راغلي لومړني رپوټونه هم پخپله د افغانستان د ملي امنیت د ادارې د ناڅرګندو سرچینو پر حواله ولاړ و .

دغو رپوټونو ته د طالبانو د تردیدغبرګون خورا چټک و. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دغو رپوټونو له خوریدو لږ وروسته بي بي سي ته وویل د دوی مشر ژوندی او روغ رمټ دی او د تیر په څیر یې د تحریک د چارو واګې په لاس کې دي.

ها خوا په کابل کې د ناټو مشر ویاند جنرال جوزف بلاتز هم د ملا محمد عمر د وژل کيدو د اوازو له خوریدو لږ وروسته خبریالانو ته په څرګندونو کې د دغو رپوټونو رد یا تاید له وخته وړاندې خبره وبلله:

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption لطف الله مشعل وویل، د ملي امنیت سرچینې ښيي چې له ملا محمد عمر سره د هغه د نژدې ملګرو او جګپوړو طالب مشرانو اړیکي غوڅ شوي دي.

''موږ ټول له دغو نا تایید شویو رپوټونو چې له خورېدو یې یوازې څو دقیقې تېرېږي، خبر یو. تر دې مهاله دا هر څه ظاهراً پر اوازو ولاړ دي او سړی نشي کولی پر اوازو تبصره وکړي. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو د دغو رپوټونو رسمي تاید او د دغې خبرې د سمو والی او ریښتیا درواغو معلومیدل دي.''

د افغانستان د ملي امنیت د ادارې ، ناټو او د طالبانو د ویاند له دغو څرګندونو سره سره دا مهال په افغانستان کې د خلکو او رسنیو دواړو ډېر پام د همدغو رپوټونو پر څرنګوالي ورټول دی.

شک نشته چې اوس د طالبانو د مشر ملا محمد عمرد وژل کېدو یا ژوندیتوب پر خبره د باور لپاره څرګندو شواهدو او ثبوت ته اړتیا ده.

د پاکستان یوه امنيتي چارواکي وویل نه شي کولای چې دا راپور تایید کړي.

د پاکستان 'جیو' تلوېزیوني چینل د یوې ناتایید شوې پاکستاني سرچینې په حواله دا خبر ورکړی دی.

خو پاکستاني استخباراتي سرچینو د افغان طالبانو د مشر ملامحمد عمر د وژنې خبر رد کړی دی.

ورته مطالب