راسموسن: پاکستان کې د اتومي وسلو په اړه اندېښمن یو

راسموسن
Image caption د ناټو سرمنشي د افغان حکومت وسله والو مخالفانو ته خبر داری ورکړ چې یا خو به د سولې له بهیر سره یو ځای کیږي او یا به له مینځه وړل کېږي.

د ناټو سرمنشي د پاکستان د اتومي وسلو د خوندیتوب له اړخه اندېښنه ښودلې.

اندریس فو راسموسن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل اوس مهال پاکستان د خپلو اتومي وسلو کلک ساتنه کوي خو له دې سره سره د دغه هېواد وروستیو پېښو او پرمختیاوو د ترهګرو په لاس کې د دغو وسلو د کېوتو له اړخه اندېښنه ډېره کړې ده.

ښاغلي راسموسن دا هم ویلي چې ناټو به په پاکستان کې د دیره ترهګرو د بریدونو په وړاندې د افغانستان د خلکو او دا راز په افغانستان کې د خپلو سرتیرو دفاع وکړي.

د ناټو سرمنشي اندریس فو راسموسن په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې د پاکستان د اتومي وسلو د خوندیتوب د څرنګوالي په تړاو د داډ او شک دواړو له ترکیب نه جوړې څرګندونې کولې.

نوموړي د پاکستاني طالبانو له لورې په کراچۍ کې د بحري ځواکونو پر مهمه اډه د دوشنبې د شپې د برید بېلګې ته په اشارې سره د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل دوی په څرګنده له دې اړخه اندېښمن دی او له همدې کبله په کلکه د دغو وسلو د خوندیتوب څارنه کوي:

''زه د رارسېدلو معلوماتو او استخباراتي اطلاعاتو له مخې په دې ډاډه یم چې د امهال د پاکستان اتومي وسلې په ښه توګه ساتل کېږي. خو له دې سره سره دا د اندېښنې خبره ده او موږ له همدې کبله له نژدې د حالاتو څارنه کو. ''

که څه هم چې د پاکستان د اتومي وسلو د خوندیتوب په اړه د لوېدیځ اندېښنې نوې خبره نه ده خو دا لومړی وار دی چې ناټو په ډاګه په دې اړه اندیښنه ښیي.

خو دې پوښتنې ته د ولسمشر کرزي ځواب دا و چې د پاکستان حکومت ګواکې د خپلو اتومي وسلو د حفاظت وړتیا لري او دی له دې اړخه کومه اندیښنه نه لري.

د پاکستان د اتومي وسلو د خوندیتوب په اړه د اندیښنو تر څنګه ښاغلي راسموسن دا خبرداری هم ورکړ چې ناټو به د هغه په وینا په کلکه د هغو ترهګرو په وړاندې د افغانستان د خلکو او خپلو ځواکونو دفاع وکړي چې د بریدونو لپاره پر پوله له پاکستان نه راوړي .

دا راز یې د پاکستان پر پوځ او حکومت د ترهګرۍ خلاف جګړه کې د پریکنده ونډې د اخیستوغږ هم وکړ . باور یې دا و چې که پاکستان وغواړي نو په دغه جګړه کې د اوس پر تله ډیر څه کولی شي . دا یې هم زیاته کړه چې ناټو به د پوځي او دپلوماتیکو چینلونو له لارې پاکستان و هڅوي چې په دغه جګړه کې ریښتنې ونډه واخلي.

له دې سره جوخت د ناټو سرمنشي د افغان حکومت پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ چې یا خو دې د سولې له بهیر سره یو ځای شي او یا به له مینځه یوړل شي:

''د افغانستان دښمنانو ته زما پیغام روښانه دی. که چیرې تاسو جګړې ته دوام ورکړۍ نو کله به هم بری تر لاسه نکړۍ بلکه پایله به مو ماتې او بایلاد وي. تاسو ته یواېینی فرصت همدا دی چې له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړۍ او د سولې له بهیر سره یوځای شئ.''

له ولسمشر کرزي او ښاغلي راسموسن نه په ځانګړې توګه د سولې په بهیر کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د ورګډیدو د شرط په اړه چې د دوشنبې په ورځ یې د افغانستان د استخباراتي سرچینو له لورې لومړی د وژل کېدو او وروسته د لادرکه کېدو خبر ورکړل شوی و، هم پوښتنې وشوې.

د ښاغلي کرزي ځواب دا وچې ده ته تر اوسه د طالبانو د مشر دوژل کیدو یا لا درکه کیدو په اړه رسمي خبر نه دی ورکړی شوی . دا راز د ملا محمد عمر د نوم له یادولو پرته، د سولې په بهیر کې د طالب مشرانو د ورګډیرو په وړاندې د ښاغلي کرزي لوی شرط هم له القاعده سره د اړیکو پریکول و.

د انځور حقوق aaa
Image caption ښاغلي کرزي پر طالب مشرانو دا غږ هم وکړ چې د القاعده د مشر له وژل کېدو دې عبرت واخلي

ښاغلي کرزي پر طالب مشرانو دا غږ هم وکړ چې د القاعده د مشر له وژل کېدو دې عبرت واخلي:

''د اسامه بن لادین وژل کېدل باید ټولو هغو افغانانو ته چې له القاعده او نورو دلو سره د خپل هیواد خلاف جګړه کوي یوه بیلګه شي. دوی باید پوه شي چې له دغې جګړې به هیڅ هم تر لاسه نکړي. دا راز دوی باید په دې هم پوه شي چې نه تل پټنځایونه وي او نه د تل لپاره دغه پټنځایونه خودي وي.''

د ناټو سرمنشي له بهرنیو سرتیرو افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسؤولیتونو د لیږد بهیر ته د نیول شوي چمتووالي د ارزولو او په دې اړه له ولسمشر کرزي او نورو افغان چارواکو سره د خبرو لپاره افغانستان ته راغلی. دغه بهیرپه راروانه جولای کې پیلیږي او د ټاکل شوي مهال ویش له مخې به د ۲۱۱۴ کال تر پایه بشپړ شي.

ورته مطالب