د افغانستان لپاره د برتانیا پرمختيايي تګلاره

Image caption د بريتانيا د نړيوالې پرمختيايي ادارې مشر وايي هڅه کوي چې تر دې وروسته خپلي مرستې د افغانستان د حکومت له لارې په همغږى سره ولگوي .

برتانيا د افغانستان لپاره خپله نوې څلور کلنه پرمختيايي تگلاره اعلان کړه،چې پر بنسټ به یې برتانيا تر ٢٠١٥ پورې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې نژدې ٣٠٠ میليونه ډالره لگوي.

د بريتانيا د نړيوالې پرکختيايي ادارې مشر په کابل کې وويل چې افغانستان ته په کيدونکو مرستو کې د تير کال په يرتله نژدې څلويښت په سلو کې ډيروالى راغلى دى .

بريتانيا هغه هيواد دى چې په تيرو شاوخوا لسو کالو کې يې له امريکې وروسته له افغانستان سره په پوځي او مالي برخو کې زياتې مرستې کړيدي .

د دغې تگلارې پر بنسټ بريتانيا په پام کې لري چې تر ٢٠١٥ کاله پورې د کار موندنې ، ښوونې روزنې ، د پورليسو د وړتياو د پورته کولو ، کرنې ، سړک جوړونې او تر ټولوړ ارزښتناکه دا چې له مخالفو وسله والو سره د جوړجاړي په برخه کې سلگونه مليونه دالر ولگوي ، د بريتانيا د نړيوالې پرمختيايي ادارې مشر انډرو کيډ د کابل د سفر په ترڅ کې وويل چې د تير کال په پرتله يې افغانستان ته مرستې څلويښت په سلو کې ډيرې شويدي :

(( موږ هر کال ٢٨٨ ميلونه ډالر چې ١٧٠ ميلونه پاونډه کيږي له افغانستان سره مرسته کوو د تير کال په پرتله زموږ مرستې له دغه هيواد سره نژدې څلويښت په سلو کې ډيرې شوې دي تير کال بريتانيا نژدې دوه سوه ميلونه ډالر د افغانستان په بيلابيلو برخو کې لگولې دي ))

د انگلستان د نړيوالې پرمختيايي ادارې مشر وويل چې له افغانستان سره به د اوږده مهال لپاره مرستې کوي ، خو له ننگونو ډک کلونه هم په مخ کې دي ، ښاغلي کيډ وويل چې د دغو رستو يوه برخه به د جوړجاړي په بهير ولگول شي :

غږ : (( تر راتلونکو څلور کلونو پورې به زموږ عملياتي پلانونه له ننگونو سره مخامخ وي ، خو دغه پروگرام اوږدمهالى دى چې د افغانستان خلکو ته به ښه او ارامه راتلونکې برابره کړي ، د سولې د بهير لپاره سږکال زموږ بودجه نژدې ٦٨ مليونه پونډه ده دا له هغو پيسو جلا دي چې د پرمختيايي برخو لپاره په پام کې نيول شويدي . ))

بريتانيا تر امريکې وروسته دويم هيواد دى چې په افغانستان کې ډير سرتيري لري له دغو سرتيرو څخه يې ډير په نارامه سويلي ولايت هلمند کې ميشت دي ، خو د هلمند ډير شمير وگړي وايي چې د دغو ځواکونو شتون په سيمه کې امنيت ته گټه نه ده رسولې او د ولايتي بيا رغاونې ډله يې هم فعاله نه بلل کيږي.

خو د بريتانيا د نړيوالې پرمختيايي ادارې مشر وايي هڅه کوي چې تر دې وروسته خپلي مرستې د افغانستان د حکومت له لارې په همغږى سره ولگوي .

ورته مطالب