''ایران هره اوونۍ ۳۵۰۰ افغان کارګر له هېواده وباسي''

افغان کارګر
Image caption له ایرانه ډېری راشړل شوي افغان کارګران وایي که دوی ته په خپل هېواد کی د کار زمینه برابره شي، دوی به هېڅکله هم بهر ته د کار لپاره نه ځي.

د افغانستان په لوېديځ کې چارواکي وايي ايران له خپلې خاورې د افغان کارگرانو ايستل په بې ساري ډول زيات کړي دي.

په هرات کې چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په دې وروستيو کې هره اوونۍ په زرگونو هغه افغانان بېرته خپل هېواد ته په زور استول شوي چې په ايران کې يې ورځنۍ مزدوري کوله.

دغه ايستل شوي کسان د ايراني چارواکو له خوا د بد چلند يادونه کوي او ادعا لري چې وهل شوي او ترټل شوي هم دي.

افغانستان ته له ایرانه د هغو کسانو راشړل چی هلته د اوسېدو یا د کار قانوني اسناد نه لری یو عادی بهیر ګڼل کېږي خو افغان چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په دې وروستيو کې دا بهير خورا چټک شوى او د اندېښنې وړ دى.

د اسلام کلا په بندر کې د هرات د کډوالو ریاست د انتقالاتو یا لېږدونې د څانګې مشر عبدالرزاق فروغي وایي اوس په اوونۍ کې شاوخوا ۳۵۰۰ داسې کارګران له ايرانه ايستل کېږي او ډېری یې د ایراني مامورینو له بد چلند نه شکایت لري:

''په هفته کې دوه زره یا درې - درې نیم زره کسان له ایرانه را ایستل کیږي. دا اکثراْ هغه کسان دي چې د کار لپاره ایران ته تللي. په دوی کې نژدې ۸۰٪ کارګران شکایت کوي او وایی چې د ایراني مامورینو له خوا وهل شوي. ''

ایران ته په قاچاقي توګه د افغان کارګرانو تګ اسانه کار نه دی ددې احتمال تل شته چې دوی په لاره کې په نښه شي.

په ایران کې هم افغان کارګران معمولاً درانه کارونه کوي او عاید يې هم د ایراني کارګرانو په پرتله لږ وي.

په هرات کې د کډوالو د راستنېدو د چارو ریاست او په دې برخه کې فعاله مرستندویه موسسې هم ټولو راشړل شویو کسانو ته د مرستو پلان نه لري.

دوی یوازې له هغو کسانو سره یولړ مرستې کوي چې ډېر زیان منونکي پېژندل کېږي لکه د ډیې پاخه عمر خاوندان، بې سرپرسته ماشومان یا ښځې، معلولین او یا ناروغان.

خو په زرګونو هغه کارګران چی ډېره موده یې په ایران کې کارکړی او ناڅاپه د ایراني مامورینو له خوا په تش جیب راشړل شوي، مجبوره دي چې پخپله خپل برخلیک وټاکي.

Image caption افغانستان ته له ایرانه د هغو کسانو راشړل چی هلته د اوسېدو یا د کار قانوني اسناد نه لری یو عادی بهیر ګڼل کېږي

په داسې حال کې چې ګڼ افغانان ګاونډيو هېوادونو ته د کار او وزګار لپاره ځي، د ګاونډيو هېوادونو یو شمېر کارګر بیا په افغانستان کې مزدوري ګټوره بولي.

په هرات کې په دې ورستیو څو کلونو کې د یوشمېر بهرنیو کارګرانو لپاره هم د کار زمینه برابره شوې.

ډیری چینایي ایراني او د اروپایي هېوادو اتباع ډیری په سوداګریزه شرکتونو کې وڼده لري او یا هم د انجنیرانو په توګه د څه مودې لپاره په کار ګمارل کېږي.

ددې ترڅنګ یوشمېر پاکستانیان هم شته چې د عادي کارګرانو په توګه فیزیکي کارونه کوي.

له ایرانه ډېری راشړل شوي افغان کارګران وایي که دوی ته په خپل هېواد کی د کار زمینه برابره شي، دوی به هېڅکله هم بهر ته د کار لپاره نه ځي.

ورته مطالب