داود داود له وژل کېدا وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
جنرال داود داود د انځور حقوق bbc
Image caption جنرال داود داود د شنبې پر مازیګر په تالقانو کې تر امنیتي غونډې وروسته په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پولیسو د ۳۰۳ زون قوماندان جنرال داود د شنبې په مازیګر په تخار ولایت کې د ځانمرګي برید په ترڅ کې له وژل کېدو یوه ورځ وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې د افغانستان په شمال کې د امنیت له اړخه ډاډ ښودلی و .

هغه په کابل کې زموږ د همکار اسماعیل شهامت د پوښتنو په ځواب کې ویلي و چې په سیمه کې حالات په ښه کیدو دي او دا چې د ترهګرو دریځ کمزوری شوی دی.

د دغې مرکې پښتو ژباړې ته ستاسو پام را اړو.

ځواب: په شمال کې د ترهګرۍ ستونزه تقریباً په حل کېدو ده او د پسرلینو عملیاتو د پلانونو ډېره برخه یې هم شنډه شوې ده. هیله مو دا ده چې ترهګریز فعالیتونه ونه لیدل شي.

پوښتنه: د افغانستان په ختيځو ولایتونو کونړ او نورستان کې د طالبانو له لورې د متوجه ګواښ په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي، ایا تاسو اندېښنه نه لرﺉ چې له دغې لارې به ورو- ورو شمال هم له ستونزو سره مخامخ شي؟

ځواب: نه، موږ اندېښنه نه لرو ، د شمال خلک په هېواد کې د سولې او ثبات ملاتړ کوي. موږ د نورستان د ګاونډي ولایت بدخشان له اړخه هم دا مهال څه اندېښنه نه لرو .

پوښتنه: ایا دا اندېښنه هم درسره شته چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته به د القاعده ازبک او چیچین غړي په شمال کې غچ اخیستونکو بریدونو ته زور ورکړي؟

ځواب: هغوی په شمال کې فعالیت لاره خو اوس یې دريځ او وړتیاوې کمزورې شوي او د پام وړ خوځښتونو وس نه دی ورپاتې.

ورته مطالب