د هرات د لرغونو توکو د قاچاق مخنیوی

Image caption هرات هغه ولایت دی چې د چارواکو په وینا شاوخوا ۷۰۰ لرغوني سیمې او ودانۍ لري او کله کله په کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو او یا د هغو د قاچاق په اړه رپوټونه خپریږي.

د افغانستان په لوېدیځ کې امنیتي چارواکي وایي یوشمېر کسان او ځانګړې ډلې هڅه کوي چې د افغانستان لرغويي توکي له هېواده بهر ته قاچاق کړي.

دوی وایي په تېرو درو میاشتو کې یې شاوخوا ۴۰ لرغوني توکي کشف.

د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست بیا وایي چې د تېرو څو کلونو په پرتله اوس په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندنو کچه راټیټه شوې.

په هرات کې امنیتي څانګې وایي په تېرو درو میاشتو کې په ښار او د ښار نه په وتلو سیمو کې یې شاوخوا څلویښت لرغوني توکي د جلا عملیاتو په نتیجه کې کشف کړي دي.

د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند نورخان نیکزاد وایي اوس امنیتي ځواکونه دا وړتیا لري چې بهرته د لرغونو توکو د قاچاق مخنیوی وکړي.

ښاغلی نیکزاد د داسې ډلو د شتون خبره کوي چې په وینا یې هڅه کوي لرغوني توکي ګاونډي هېواد ایران ته ولېږدوي:

''ښایي دا هڅې دوی جلا انګیزې ولري ښایي یوشمېر کسان به هڅه کوي چې د یوه منظم پلان له مخې لرغوني توکي نورو هېوادو او په ځانګړې توګه ایران ته ولیږدوي. مخکې هم داسې کسان نیول شوي و چې ویل یې غوښتل یې لرغوني توکي دغه هېواد ته یوسي.

بل خوا یوشمېر کسان هم شته چې یوازې د پیسو د ترلاسه کولو په موخه ځینې لرغوني توکي پلوري دا هم په پایله کې د هغو کسانو لاس ته لوېږي چې دوی بهرته د لرغونو توکو په قاچاق لاس پورې کوي.''

هرات هغه ولایت دی چې د چارواکو په وینا شاوخوا ۷۰۰ لرغوني سیمې او ودانۍ لري او کله کله په کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو او یا د هغو د قاچاق په اړه رپوټونه خپریږي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست وايي د تېرو څو کلونو په پرتله اوس په لرغونو سیمو کې د ناقانونه کیندنو کچه راټیټه شوې.

ښاغلی بهره زیاتوی اوس د پخوا به پرتله د لرغونو توکو د ارزښت په اړه د خلکو د پوهاوي کچه هم پورته شوې او په دې برخه کې له دولتي څانګو سره د خلکو همکاري زیاته شوې ده.

په هرات کې کولتوري او امنیتي څانګو په دې ورستیو څو کلونو کې هڅه کړې چې د لرغونو توکو د ساتنې په برخه کې لاس ته راوړنې ولري ددې هڅو موخه دا ده چې یوځل بیا د هرات تاریخي سیمو ته د سیلانیانو پام ورواوړي، خو داسې فکر کېږي چې دې موخې ته رسېدل تر هرڅه زیات پر امنیتي حالاتو پورې اړه لري.