کرزي د ترکمنستان سفر رالنډ او کابل ته ستون شو

ښاغلی کرزی په ترکمنستان کې
Image caption حامد کرزی د ترکمنستان له ولسمشر سره په عشق اباد کې.

افغان ولسمشر حامد کرزي په تخار کې تر ځانمرګي برید وروسته د ترکمنستان څلور ورځنی سفر رالنډ او بېرته کابل راستون شو .

ښاغلی کرزی د تېرې شنبې پر ورځ له خپلو یو شمېر وزیرانو سره د اقتصادي مسایلو او ځينو قراردادونو د لاسلیکولو په موخه ترکمنستان ته په څلور ورځني سفر ولاړ .

په پام کې وه چې ښاغلی کرزی به ددغه سفر په لړ کې ایټالیا ته هم ولاړ شي.

خو ترکمنستان ته د ښاغلي کرزي تر روانېدو څو ساعته وروسته د افغانستان په تخار ولایت کې ځانمرګی برید وشو، چې په لړ کې یې د شمال د ۳۰۳ زون قومندان جنرال داود داود او د تخار امنیه قومنندان شاه جهان نوري ووژل شول.

په دغه برید کې د تخار د والي عبدالجبار تقوا او د ناټو د یوه جګپوړي الماني قومندان په ګډون یو شمېر کسان سخت ټپیان شول.

د افغانستان د ولسمشرۍ ویاند وحید عمر وايي په پام کې ده چې ولسمشر به د تخار په برید کې د دوو وژل شوو الماني سرتېرو د وژل کېدا په تړاو د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل سره تیلې فوني خبرې وکړي.

تخار د افغانستان په شمال کې یو له هغو ولایتونو دی، چې په دې وروستیو کې ناامنۍ په کې ډېرې شوې دي.

طالبانو ګواښ کړی و چې د پسرلي په راتګ سره به د افغانستان په ګڼو سیمو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو پر وړاندې خپل پسرلني عملیات پیلوي.

خو د ولسمشرۍ ویاند وحید عمر ټينګار کوي چې په تخار کې د تېرې ورځې برید د افغانستان له پولو بهر پلان شوې ده:

ورته مطالب