د افغانستان پر قضايي سیستم د خلکو باور په کمېدو دی

د انځور حقوق BBC World Service

په افغانستان کې د بشري حقونو کمیسیون وايي د هیواد پر قضايي سیستم د خلکو باور په کمیدو دی چې له امله یې په نارامو سیمو کې خلک د طالبانو قضايي سیستم ته مخه کوي.

په دې هکله د بي بي سي خبریال شاه زیب جیلاني په خپل راپور کې وايي.

که څه هم په تیرو څو کلونو کې افغانستان په قضايي برخه مناسب پرمختګونه لرلي، لکه په لیرو پرتو سیمو کې محکمې جوړې شوې، اوس قاضیانو ته ښې تخواوې ورکول کيږي خو د افغانستان دبشري حقونو د کمیسیون له خوا یو نوی راپور ځینو برعکس ټکو ته اشاره کوي.

د قاضیانو ګومارنه تر سیاسي کړې پورې محدوده بولي او وايي چې قضايي چارواکو ته ناکافي روزنه ددې سبب شوې چې د هغوی پر چارو اغیز وکړي.

د کمیسیون ویاند نادر نادري وايي موږ اوس هم پر قضايي سیستم د خلکو د بارور په برخه کې ستونزه لرو. اوس هم د خپلولۍ او فساد موضوګانې شته. خو تر ټولو لویه ننګونه د اورپکو او سیمه ایزو قوماندانانو ویره ده.

د بشري حقونو د کمیسیون له خوا په ټول هیواد کې شوې سروې ښي چې په قضايي برخه کې شاخوا څلور زره کسان په کار بوخت دي او له څلورو یوه برخه څوکې اوس هم تشي دي ځکه چې خلک د ګواښونو له امله پر دغو څوکیو کار ته زړه نه ښه کوي.

د افغانستان په سویلي سیمو کې لږ ترلږه په ۴۷ ولسوالیو کې محاکمې او قاضیان نشته.

ښاغلی نادري وايي دا ډیره اړینه ده چې په دغو سیمو کې قضايي سیستم فعال شي څو په دې توګه خلک طالبانو ته د خپلو قضايي چارو لپاره مخه ونکړي.