په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایساف غبرګون

Image caption په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز په شمالي وزیرستان د عملیاتو د پیلولو د هرکلي ترڅنګ وویل، هیله من دی چې دغه عملیات به مثبتې پایلې ولري.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو د پاکستان له لوري ددغه هېواد په قبایلي سیمو، په ځانګړې توګه په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو د پیلولو هرکلی کړی.

ایساف وايي، دې ته په پام سره چې اورپکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر پوله تېرېږي راتېرېږي، د دوی د فعالیتونو د محدودولو لپاره باید دا ډول عملیات ترسره شي.

په کابل کې د ایساف ځواکونو ویاند جنرال جوزف بلاټز په شمالي وزیرستان د عملیاتو د پیلولو د هرکلي ترڅنګ وویل، هیله من دی چې دغه عملیات به مثبتې پایلې ولري.