د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو خبرداری

د اکسفام خیریې ادارې خبردارې ورکړی چې دکرنې په برخه کې د نه پانګونې او نړیوالې تودوخې له امله ښايي په راتلوونکو شلو کلونو کې د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شي.

په یو نوي راپور کې اکسفام وايي په داسې حال کې چې تمه ده تر ۲۰۵۰ میلادي کال پورې دنړۍ نفوس نهو ملیاردو ته ورسیږي کرنیز حاصلات له ۱۹۹۰ میلادي کال راهیسې نیمايي شوي دي. په راپور کې د نړۍ پر مشرانو غږ شوی چې د نړیوالې تودوخې په مخنیوي کې ونډه واخلي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو په ادارې کې د اقتصادي چارو کارپوه عبدالرضا اباسین بي بي سي ته وویل د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو د مخنیوي په خاطر چټک اقدام ته اړتیا ده ځکه چې بیې وار دمخه ډیرې لوړې شوې دي.

ژباړه: له تیر کال راهیسې د خوراکي توکو بیې تقریبا اتیا فیصده لوړې شوي دي. دا یو بد حالات دی. بي له شکه د نړۍ په ځینو برخو کې د خوراکي توکو بیې دومره لوړې دي چې څوک یې نه شي اخیستلای.

ښاغلی اباسین ټینګار کوي چې د خوراکي توکو کمښت یوه لویه ننګونه ده چې له مینځه وړل یې ډیر کار غواړي.

دا په داسې حال کې ده چې سږکال په ځینو هیوادونو لکه استرالیا او کاناډا کې سیلاونو ډیری فصلونه ویجاړ کړل چې له امله یې د خوراکي توکو د بیو د لوړیدو په هکله اندیښنې زیاتې شوې دي.

د څارونکو په وینا دم ګړې په نړیواله کچه د خوراکي توکو بیې دومره لوړې شوې چې تر دې مخکې یې ساری نه و لیدل شوی.

ورته مطالب