ناټو دولسمشر کرزي گواښ جدي بولي

ولسمشر کرزی او د ناټو سرمنشي اندرس فو راسموسن

افغان ولسمشر حامد کرزي د هغو هوايي گوزارونو پر سر چې افغان ولسي وگړي يې ووژل، پر ناټو سياسي تاو نور هم ور ډېر کړ. دا جړه له اوږدې مودې همداسې راروانه ده، خو د ښاغلي کرزي وروستۍ څرگندونې تر دا اوسه په سختوالي کې سارى نه لري.

هغه وويل که پر افغان کورونو بريدونه ونه درول شي نو ناټو به يو نيواکگر ځواک وبلل شي.

د ناټو د چارواکو ټينگار دادى چې د ولسمشر کرزي څرگندونې جدي بولي. خو دا يادونه کوي چې د ناټو قوماندانانو يو په بل پسې د هغو مقرراتو په اړه کلکې لارښوونې کړي چې پلي کېدل يې حتمي بولي او دغه مقررات او غوره شوې تگلارې د کلونو په اوږدو کې ددې لپاره له سټې اړول شوې چې د ناټو په مشرۍ عملياتو کې د ولسي تلفاتو کچه ټيټه شي او همدا کار د دوى لومړيتوب هم دى. ناټو دا ټينگار هم کوي چې چارې له افغان چارواکو سره په نژدې همغږۍ کې ترسره کوي.

د ملگرو ملتو وروستى رپوټ چې په مارچ کې راوتلى، د وړم کال پر تله په ٢٠١٠ کال کې په هوايي گوزارونو کې د ولسي تلفاتو د سم نيمايي لږوالي څرگندويي کوي. همدغه رپوټ دا يادونه هم کړې چې تېرکال په سلو کې ٧٥ ولسي تلفات حکومتي ضد ځواکونو اړولي دي.

په ناټو کې ځينې کسان په خصوصي خبرو کې گيله کوي چې ولسمشر کرزى کله کله له دې موضوع نه د سياسي گټې کار اخلي. خو بيا هم، دې مسالې او د هوايي ځواک د کارولو دوام د ناټو دريځ کمزورى کړى دى.

گومان دى چې د هغې تگلاره به پر دې نظر ولاړه وي چې روان کړکېچ د خلکو پرسر دى، د خلکو له خوا دى او د خلکو لپاره دى. ځکه نو هره ولسي مړينه چې د نړيوالو ځواکونو له خوا او يا په هوايي بمباريو کې پېښه شي، په حقيقت کې ځان په چاړه وهل دي.

دا وروستۍ ناندرۍ دغه راز په يوه حساس پړاو کې توده شوې ده، ځکه چې د انتقال بهير روان دى او واشنگټن د څو راروانو مياشتو په ترڅ کې لږ تر لږه د يو شمېر پوځيانو د ايستلو تر پرېکړې دمخه، لگيا دى خپلې تگلارې له سره گوري.