تورن په دُرو ووهل شو

د افغانستان په ختيځ کې يو شمېر خلک وايي اوسني قاضيان هم په محکمو کې د طالبانو د رژيم په څېر محکوم کسان په دورو وهي.

د ننگرهار يوۀ اوسېدونکي په خپل گرځنده تيلې فون ثبت کړې صحنه بي بي سي ته سپارلې چې په کې قاضي محکوم کس په دورو وهي.

د بشري حقونو ادارو دغه عمل غندلى خو د قضايي چارو چارواکي وايي دا کار يې له هغه قانون سره سم دى چې ولسي جرگې منلى او ولسمشر توشيح کړى دى.

بي بي سي په دې باب ځانگړى مطلب لري خو لومړى له جعفر هاند څخه د ننگرهار د يوې محکمې پېښه اورو .

دغه وېدیو د افغانستان د ختیځ ښار جلال اباد په ښاري محکمې کې د ننه په یوه ګرځنده ټیلې فون اخيستل شوې ده.

په وېدیو کې د محکمې په تالار کې یوه قاضي چې شنه چپنه یې پر تن، سپینه لونګۍ یې پر سر او لنډه ږیره لري، مخې ته ولاړ یو کس په درو وهي.

د محکوم کس چې ږیره یې خرېیلې او تور بخونې جام یې یې پر تن دي، مخ یې د ګرځنده ټیلې فون د کامرې خوا ته دی او قاضي یې پر ملا د درو ګوزارونه کوي، خو هغه غلی ولاړ دی او هېڅ غبرګون نه ښيي.

په تالار کې پر یو شمېر قاضیانو سربېره پولیس او ځينې عادي وګړي هم د دغې پېښې ننداره کوي.

د قاضي مخې ته یو کس چې ښايي د دره وهونکي همکار وي تر یو څه وخت درو وهلو وروسته قاضي ته د درېدو اشاره کوي.

قاضیان وايي، د اسلامي شریعت د قانون له مخې، هغه شراب څښونکي ۸۰ درې وهي چې یا په خپله په خپل جرم اعتراف وکړي او یا هم پرې دوه شاهدان تېر شي.

یوه قاضي چې د نوم له ښوولو یې ډډه وکړه بي بي سي ته وویل دوی شراب څښوونکو ته د افغانستان د نشه یي توکو او مسکراتو ضد قانون د ۴۴ مادې له مخې سزا ورکوي.دغه قانون په ۱۳۸۹ کال کې د افغانستان پارلمان تصویب او ولسمشر حامد کرزي توشیح کړ.

د قانون په اساس که تورن په خپل جرم اعتراف ونکړي او یا هم دوی تنه ورباندې شاهدي ونه وهي، د درو له وهلو بچ کیږي خو،ښايي د دریو او شپږو میاشتوله بند او یا د درو او شپږو زرو افغانیو له نقدي جریمې سره مخ شي.

په ننګرهار کې ځينو قاضیانو چې نومونه یې یاد نه کړل، بي بي سي ته وویل، دوی ته د میاشتې دوه درې دا ډول پېښې راځي، او ښايي د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم دغه قانون عملي شي.

بي بي سي ته په ترلاسه شوې وېدیو کې د قاضي د درو وهل کټ مټ د طالبانو هغو درو وهلو ته ورته دي چې د خپل رژیم پر مهال به یې، عموماً د نشه یي توکو او نورو دا ډول پېښو کې تورنو کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکوله.

ورته مطالب