ګېټس: نړيوال ځواکونه له افغانستانه وتلو ته بيړه نه لري

ښاغلی ګېټس او کرزی د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلي کرزي د امريکا ددفاع وزير ته د وزير محمد اکبر خان حکومتي نښان هم ډالۍ کړ چې هغه يې مننه وکړه.

د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس د شنبې پرورځ ناوخته په ناڅاپي سفر کابل ته ورسېد.

نوموړي له ولسمشر حامد کرزى سره د ولسي مرگ ژوبلې د مخنيوي او اوږدمهالو ستراتيژيکو اړيکو د ټينگولو په اړه هم خبرې وکړې.

افغان ولسمشر حامد کرزى او د امريکا ددفاع وزير رابرټ گېټس تېرماښام په کابل کې د خبريالانو پر وړاندې راښکاره شول او ويي ويل چې دوى په دغه کتنه کې د افغانستان او سيمې پر امنيت خبرې وکړې همدا راز يې د نړيوالو ځواکونو له خوا د ولسي خلکو د مرگ ژوبلې ستونزه وڅېړله.

ښايي لومړى ځل وي چې د امریکا ددفاع وزير ومنله چې نړيوالې ټولنې کله کله د افغانستان د خلکو د حساسيتونو او ځمکنۍ بشپړتيا درناوى نه دى کړى:

''په وروستیو کلونو کې د طالبانو تر ماتې وروسته نړیوالې پوځي او ملکې هڅې له نه همغږۍ او د کافي سرچینو له نشتوالي سره مخامخ شوې او په ډېرو حالاتو کې یې افغاني حساسیتونو او ددغه هېواد ځمکنۍ بشپړتیا ته پام ونه شو. ''

ښاغلي ګېټس وویل چې افغان ځواکونو ته به د امنيتي چارو سپارل هم سږ کال اوړی پیل شي، خو ویې ویل چې نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه وتلو ته بیړه نه لري.

نوموړي وویل متحده ایالتونه به هغه تېرونه ونه کړي، چې د شوروي اتحاد له ځواکونو وروسته یې کړې وه، چې په وینا یې همدغه تېروتنه د سپتمبر د ۱۱مې د پېښو لامل شوه.

بله غاړه ولسمشر حامد کرزي هم د نړيوالو ځواکونو او افغان حکومت تر منځ جنجالي موضوع ته بيا اشاره وکړه او ويې ويل چې د افغانستان خلک د نړيوالو ځواکونو د هوايي بمبار بشپړ او غوڅ بنديز غواړي:

''نوموړي ته مو په درناوي سره وویل چې د افغانستان د خلکو پر کورونو هوايي بمبار تکرار نه شي؛ ځکه چې د افغانستان خلک د ترهګرۍ ضد جګړه د نړیوالې ټولنې ملګري دي. خو ددغه هېواد پر خلکو بمباري نه مني.

د افغانستان د خلکو غوښتنه دا ده چې هوايي بریدونه باید په غوڅ او بشپړ ډول بند شي. همداراز د شپې له خوا د کورونو لټولو او د خلکو د بندي کولو او توقیف په اړه هم پوره خبرې وشوې.''

Image caption رابرټ گېټس وويل چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله ١٤٠ زره سرتېري گمارلي دي، او په سوات او سوېلي وزيرستان کې يې اورپکي ځپلي دي، خو نور کارونه هم شته چې بايد تر سره شي.

ښاغلي گيټس د يوې پوښتنې په ځواب کې چې د پاکستان په اړه ترې وشوه وويل چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهگرو د اډو شتون يوه پرلپسې اندېښنه وه، خو اوس پاکستان پوه شوى دى چې ترهگري يوازې افغانستان ته نه بلکې پاکستان ته هم گواښ دى.

رابرټ گېټس وويل چې پاکستان له افغانستان سره پر پوله ١٤٠ زره سرتېري گمارلي دي، او په سوات او سوېلي وزيرستان کې يې اورپکي ځپلي دي، خو نور کارونه هم شته چې بايد تر سره شي.

دا افغانستان ته ددفاع وزير په توگه د ښاغلي گېټس ١٢ او وروستي سفر و.

ښاغلي کرزي د امريکا ددفاع وزير ته د وزير محمد اکبر خان حکومتي نښان هم ډالۍ کړ چې هغه يې مننه وکړه.

ورته مطالب