د پکتیا ډېری ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل کېږي

په افغانستان كې د تېرو كورنيو جګړو پر مهال هېواد ته د وراوښتو زيانونو ترڅنګ د شنو ځنګلونو ډېره برخه د بېلابېلو لاملونو له مخې سوځېدلې او يا هم د سيمې د خلكو له خوا په ناقانونه ډول وهل شوې.

د سردارمحمد داود خان تر جمهوريت را وروسته نظامونو په خپل وار د پكتيا ځنګلونه له پامه وغورځول او له بلې خوا په افغانستان كې اوږدمهاله كورنيو جګړو ناقانونه ځنګل وهنې ته لاره هواره كړه، پايله دا شوه چې خلكو ځنګلونه خپل شخصي ملكيت وګڼل، او په سيمه ييزه قومي كچه يې په خپلو منځو كې سره ووېشل.

له وېشلو وروسته يې ځنګل وهنه او د لرګيو سوداګري دومره پراخه شوه چې هر واكمن نظام يې په مخنيوي كې پاتې راغى.

پكتيا چې يو غرنى ولايت دى، د غرونو ډېره برخه يې شنو ځنګلونو پوښلې ده، په هېواد كې د جګړې او بې ثباتۍ له پيل سره سم د پكتيا په شنو ځنګلو بلوا ګډه شوه چې د ورانۍ دا لړۍ لا هم روانه ده.

پکتیا کې زموږ همکار احسان الله مهجور د 'ډيورنډ كرښې' ته څېرمه د پكتيا څمكنيو ولسوالۍ ته په دې پلمه ورغلی چې په خپلو سترګو يې وګوري اوس هم شنې ونې پرې كېږي؟.

د پکتیا ځنګلونه

د پکتیا ځنګلونه د کابل په ګډون ګڼو ولایتونو ته وړل کېږي.

نوموړی وايي: ''ددې ولسوالۍ 'منګياړ' نومې درې ته د ننه شوم، د درې دواړه غاړې لوړ غرونه تر سره شنوونوپوښلي وو، د غره سرته ور وختلم د ځنګلونو له دومره چټك پرېكون سره بياهم د 'منګياړ' دره داسې تازه برېښېده توا چې هېڅ تبر او ارې دلته خولۀ نه ده وهلې، خو نه داسې نه وه.''

د شنو ونو ترمنځ د وهل شويو ونو بنډي (بيخونه) ښكارېدل چې څو ورځې وړاندې به ترې ونې وهل شوې وې او ځاى يې لغړ ښكارېده.

كه په نوموړې دره كې د برېښنايي ارې ماغزه خوړونكى غږ نه اورېدل كېده، نو غټو تبرونو د شنو ونو له تنكۍ ملا خرپونه ايستل.

حاجي عبدالله خان د منګياړ درې اوسېدونكى دى خپل خړڅادر يې تر ملا تړلى و، غټ تبر په لاس او دده په ويناد ځنګله له وهلو پرته بله چاره نه لري:

''له مجبورۍ دا ونې وهو، زموږ سیمه بې وزله ده، د کور خرڅه له نور ځایه نه شو پوره کولای، دا سمه ده چې په دې کې لږ پیسې لاسته راځي، خو څه وکړو؟! زموږ خوا ته هېڅ کوم مؤسسې څه کار نه دی کړی.''

د 'منګياړ' درې يو بل ځنګل وهونكى چې ځان يې خان وزير راوپېژانده ، د تندي خولې پاكې كړې اود شنو ونو پرېكول يې خپله ناچاري وبلله:

''موږ دا کار د مجبورت له مخې کوو او د کور نفقه پرې پیدا کوو. کرونده او پټي ځمکه نه لرو. هره ورځ دلته ۱۰۰ ونې وهل کېږي، هر سړی پنځه – لس ونې وهي. موږ ناجایز کار کوو، خو دا کار له مجبوریته کوو.''

دا مهال د پكتيا ۲۰٪ پاتې ځنګل ونې نه يوازې دا چې وهل كېږي بلكې له بيخه ايستل كېږي.

د پکتیا ځنګلونه

پکتیا کې ځنګل وهونکي وايي د کابل چارواکي یې سیمو ته پام نه کوي او نه هم داسې پروژې ورته جوړې شوې، چې خلک بوخت وساتي.

۵۰ كلن حاجي موسى ګل بيا د تبر پرځاى ميتى (كلنګ) را اخيستى و او د څو ورځو وړاندې پرې شويو ونو بنډي يې له ځمكې را ايستل:

''ونې موږ مخکې وهلې بیخونه یې اوس وهو او په بازار کې یې خرڅوو. ټول خلک یې د مجبورۍ له مخې وباسي.''

د هېواد په سوېل ختيځو سيمو كې له پخوا راهيسې قومي تړونونه او نرخونه موجود دي، د ځينو داسې كارونو چې عام ولس ته يې زيان رسېږي په ګډه د مشرانو له خوا بنديز لګېږي.

د تړون په ماتولو سره ماتوونكي كس ته د قومونو له خوا ټاكل شوې سزا وركول كېږي.

خو دا چې په پكتيا كې د ځنګل وهولو پروړاندې د قومي سپين ږيرو غبرګون او په دې برخه كې د دوی سيمه ييز رول څنګه او څومره دى، دا به په پكتيا له قومي مشر حاجي جنت خان منګل نه واورو:

''موږ ترخپله وسه هڅه کړې او خلکو ته مو د ځنګلونو د ګټو په اړه ویلي دي. په ځنګلونو کې د جلغزو ونې لرو چې مېوه لرونکې ونې ګڼل کېږي. ''

له ډېر وخت راهیسې

د پكتيا د ځنګلونو پرېكون له ډېره وخته راهيسې روان دى، او تر اوسه يې د بيا ژوندي كېدو لپاره نه حكومت كومه هڅه كړې او نه قومونه په دې توانېدلي چې لغړ شوي غرونه بېرته په شنو ونو وپوښوي.

د پكتيا كرنې رياست د ځنګلو مدير انجنير خواجه ګل وايي چې لاهم د ځنګلونو پرېكون په تيزۍ سره روان دى.

د دې ولايت د كرنې او مالدارۍ رياست د مسؤولينو په وينا، د پخواني پاچا ظاهر شاه د واكمنۍ پرمهال دغه ځنګلونه نژدې ټول جوړ و چې د لويې پكتيا د څلورنيم سوه زره هكټاره ځمكې او غرونو ډډې يې پوښلې وې.

د پكتيا كرنې ريس لعل محمد ځدراڼ وايي چې دا ځنګلونه د قومونو ترمنځ وېشل شوي او هرڅوك يې په پرېكون كې ځان خپلواك ګڼي.

دى وايي حكومت دا مهال ددې جوګه نه دى چې د ځنګلونو پريكون په جدي ډول بند كړي:

د پکتیا ځنګلونه

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې د جگړو په تيرو لسيزو کې د پکتيا ولايت شاوخوا څلويښت سلنه ځنگلونه تبا شوي ، خو وايي چې په ځاى يې دوى تر دې دمه شاوخوا درې زره هکتاره ځنگلي ځمکه بيا له سره سمسوره کړې ده.

''قانوناً ځنګلونه پرې کول جرم دی، او باید ونه وهل شي، خو له بده مرغه د تېرو جګړو او ناخوالو په پایله کې، هغه خلک چې په غرونو کې اوسېږي، بدیل معیشت ورته نه شته، د کاروبار زمینه نه ده ورته برابره. له بده مرغه پکتیا کې خلک ځنګلونه شخصي پانګونه بولي. او خلکو وېشلي دي. دا له کلونو - کلونو راهیسې موږ ته په میراث پاتې ده، چې ددې موضوع حل کول څه اسانه کار نه دی. ''

د تېرو كورنيو جګړو او بې ثباتۍ له کبله د پكتيا ۸۵ سلنه ځنګلونه له منځه تللي او لا هم وهل كېږي، نو له دغې سترې غميزې او بحران څخه د راوتلو لپاره كارپوهان وړانديز كوي چې هر څومره ژر كېږي بايد ځنګل وهنه ودرول شي او د ځنګلونو د بيا راژوندي كولو لپاره عملي اقدامات پيل شي.

كه څه هم لويه پكتيا د اربكيو په نوم، له پېړيو راهيسې يو داسې دوديزه بالقوة ځواك لري، چې د حكومتونو د كمزورۍ پر وخت له ملي او سيمه ييزو ګټو ساتنه كوي او همدارنګه د ځنګل ساتنې په برخه كې هم ترې استفاده شوې، خو وروستيو لسيزو جګړو دغه قومي جوړښتونه كمزوري او ان له منځه وړي دي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .