مفتي رحماني: پر سړک جوړوونکو حملې نه کوو

طالبان د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د طالبانو د حکومت له نسکوريدا راهيسته د ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي په نامۀ کسانو د وسله والو طالبانو د رسمي وياندانو په توگه له رسنيو سره اړيکي ساتلي دي .

د طالبانو د مشر ملا محمد عمر په استازيتوب يوۀ کس بي بي سي ته په تيلې فوني تماس کې له خپلو وسله والو کسانو غوښتي دي چې د سړک جوړولو پر کارکوونکو حملې ونه کړي .

د مفتي رحماني په نامۀ کس ادعا کوي چې ملا محمد عمر نه يوازې د سړک جوړونکو او د هغوى د شرکتونو خونديتوب غواړي بلکې د نورو لويو بيا رغاونکو پروژو پر ضد هم د بريدونو مخالفت کوي .

دا له هغه دريځ سره ښکاره توپير لري چې نورو طالب وياندانو په دې وروستيو کې څرگند کړى دى .

مفتي رحماني د وسله والو طالبانو له مشهورو وياندانو څخه نه دى .

خپل ځاى نه ښيي خو له بي بي سي سره يې په تيلې فوني تماس کې په خوستۍ لهجه ادعا کوله چې د ملا محمد عمر په استازيتوب غږيږي .

دۀ ويل د ملا محمد عمر غوښتنه له خپلو وسله والو طالبانو څخه دا ده چې د سړک جوړولو پر کارکوونکو او شرکتونو بريد ونه کړي .

مفتي رحماني ويل طالبان د بيا رغاونې کارکوونکي افغانان بولي او له دولت او يا بهرنيو ځواکونو سره يې تړلي نه گڼي .

د ملا محمد عمر په استازيتوب مفتي رحماني دا هم ويل چې د برېښنا جوړولو د بندونو او په نورو لويو بيا رغاونکو پروژو هم د دۀ په وينا بايد مجاهدين حملې ونه کړي .

دۀ له بيا رغاونکو شرکتونو هم غوښتل چې د وسله والو طالبانو په وړاندې دې خنډ نه جوړوي او د دوى رازونه دې نه افشا کوي .

مفتي رحماني دا ونه ويل چې بيا رغاونکي دوى ته څه ډول خنډ پېښوي او يا يې څرنگه له رازونو پرده پورته کوي .

Image caption له رپوټونو سره سم تر هغو وژنو وروسته په پکتيا کې له وسله والو طالبانو سره د ځايي خلکو اړيکي خرابې شوې وې .

د طالبانو د حکومت له نسکوريدا راهيسته د ذبيح الله مجاهد او قاري يوسف احمدي په نامۀ کسانو د وسله والو طالبانو د رسمي وياندانو په توگه له رسنيو سره اړيکي ساتلي دي .

هغوى اوس هم کله نا کله زنگ وهي او يا د ايميلونو له لارې خپل دريځ خپروي . زموږ د پرله پسې هڅو په سر هم دغه دواړه پېژندل شوي طالب وياندان ونه موندل شول چې د مفتي رحماني پر څرگندونو څه ووايي .

قاري يوسف احمدي تيره مياشت په پکتيا کې د ٣٥ سړک جوړونکو د وژنې دليل دا بللى وو چې هغوى د دولت کارکوونکي دي.

له رپوټونو سره سم تر هغو وژنو وروسته په پکتيا کې له وسله والو طالبانو سره د ځايي خلکو اړيکي خرابې شوې وې .

ورته مطالب