د لښکرګاه امنيتي چارې افغانانو ته وسپارل شوې

افغان سرتېري په هلمند کې د انځور حقوق BBCpashto.com
Image caption يو شمېر افغان شنونکي که څه هم دغه کار يو ښه ګام بولي خو ټينکار يې دا دی چې بايد تر هغه وړاندې د افغان ځواکونو په شمېر کې هم زياتوالی راشي او په پرمختللو وسايلو سنبال شي.

د هلمند ولایت چارواکي وايي چې په لږو امکاناتو له بهرنیو ځواکونو د لښګرګاه ښار د امنيتي چارو پرغاړه اخیستو ته چمتو دي.

لښکرګاه یو له هغو اوو سیمو ده، چې په پام کې ده په لومړي پړاو کې یې امنيتي چارې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ګلاب منګل وویل اوس له لښکرګاه څخه عملاً بهرني ځواکونه وتلي او هغو سیمو ته استول شوي، چې دوی ته په کې اړتیا وه.

د هلمند والي بي بي سي ته په څرګندون وکې وویل، دوی به نه یوازې د امنیت په ټینګښت کې، بلکې د ښې حکومت والۍ او بیارغاونې په برخه کې هم افغان ځواکونو ته مسؤولیتونه وسپارل شي.

ګلاب منګل وویل، که څه هم افغان ځواکونه پرمختللو وسلو نه دي سمبال، خو وايي چې له وسله والو سره مبارزه درنو وسلو ته اړتیا نه لري:

''له شک پرته چې زموږ امنيتي ځواکونه د وسایلو په برخه کې ستونزه لري، خو زما په اند له مخالفینو سره جګړه کول ډېرو درنو او یا زغره والو وسلو ته اړتیا نه لیدل کېږي. خو زه ډاډمن یم چې زموږ ځواکونه به په موجوده وسلو سره د مخالفینو د بریدونو مخه ونیولای شي.''

ښاغلي منګل د ولايتي بیارغاونې د ډلې په اړه وویل، چې تر ډېره به افغانانو ته د وړتیاوو د لوړاوي په برخه کې هڅه وشي او

د تېرې یکشنبې پر ورځ (د جولای پنځمه) د هلمند والي يوې خبري ناستې ته وویل، وړاندې له دې چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي، د لښکرګاه ښار امنيتي چارې افغان ځاکون ته سپارل شوې دي:

''له نېکه مرغه مخکې له دې چې د لېږد ټاکلی وخت راورسېږي، د لښکرګاه په اړوندو سیمو کې ایساف ځواکونه فعالیت نه لري او له سیمې وتلي دي. ''

ښاغلي منګل دا هم وویل چې د لښکرګاه ښار به د هېواد په کچه د امنیت له پلوه یوه نمونوي سیمه جوړه کړي.

Image caption ګلاب منګل ډاډه دی چې افغان ځواکونه به لښکرګاه ښه وساتلای شي.

نوموړي وویل، چې د هلمند د مجاهدینو او پخوانیو قومندانانو شورا د هلمند د ځايي ادارې له دې پرېکړې سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

والي ګلاب منګل وویل د هلمند اوسېدونکو او قومي مشرانو هغه ته ډاډ ورکړی چې د امنیت د لېږد تر بهیر وروسته به په هره برخه کې له دولت سره مرسته کوي.

يو شمېر افغان شنونکي که څه هم دغه کار يو ښه ګام بولي خو ټينکار يې دا دی چې بايد تر هغه وړاندې د افغان ځواکونو په شمېر کې هم زياتوالی راشي او په پرمختللو وسايلو سنبال شي.

د افغانستان په ولسي جرګه کې د هلمند استازی او پوځي کارپوه جنرال جبار قهرمان افغان ځواکونو ته د بهرنیو ځواکونو له خوا د امنيتي چارو سپارلو ته خوشبین دی:

''زه خپله هلمند ته ولاړم، او ډاډه شوم چې افغانان همدا اوس ددې وړتیا لري، چې امنيتي چارې په سمه توګه پرمخ بوځي. ''

ورته مطالب