افغانستان د بدن د ښکلا سیالیو اتل شو

افغانستان د سويلي آسيا د بدن د ښکلا د سياليو له ٧ پړاونو اتل راووت.

افغان لوبغاړو درې د سرو زرو، درې د سپينو زرو او يو د زيړو مډال په ټټرونو وځړول. پاکستان دويم او هند دريم مقام وګاټه.

په سياليو کې د سويلي آسيا د اتو هيوادونو افغانستان، پاکستان، هند، نیپال، سري لنکا، مالدیف، بوټان او بنګله دیش نيژدي سلو تنو لوبغاړو برخه اخیسته وه چې لس یې افغانان وو.

د سویلي آسیا د هیوادونو ترمینځ د بدن د ښکلا دا سیالیې په بوټان کې ترسره شوې چې افغانستان پکې اتل شو.

تیرکال په همدې سیالیو کې چې په نیپال کې ترسره شوې افغان لوبغاړو یو د سپینو زرو او شپږ د زیړو میډالونه ګټلي وو.

دا سیالې هرکال د سویلي آسیا په یوه هیواد کې ترسره کیږي.

ورته مطالب