د پیلوځي ادبي او هنري پروګرام

ددې اوونۍ په پیلوځي کې به واورو چې ټپیزې څه دی؟ ارزښت او نیمګړتیاوو ته یې کتنه کوو. په افغانستان کې د راډیوګانو ډیرښت ګټې لري که تاوان؟ سربیره پر دې مو د هلمند څپاند سیند په مشاعره هم خبروو.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټپیزه په پښتو ادب کې هغه نوی ډول (ژانر) دی چې لا په تنکي زلمیتوب کې دی. دا د لنډۍ د لومړي او دویم بیت په منځ کې نور درې بیتونه دي چې پرې ور زیات شوي دي او وزن یې د لومړی هغه په څير۹ سیلابه دی.

د ټپيزې په برخه کې وروستی کتاب د ځوان شاعر بختیار تلاش دی چې نوم یې په زړه می ته وې خدای را نکړې دی.

ترهغه وړاندې هم شاعرانو هر یو محمد حنیف حیران، رحیم الله ارماني او نورو په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې کړې دي. ځینې فکر کوي چې پر ټپیزې د غزل تنده هم ماتېدلی شي او د یوه نوښت په سترګه ورته ګوري خو نور بیا ګومان کوي چې د ټپې یا لنډۍ قالب بې خونده کوي او اغیزمنه یې نه بولي.

د همدغو نیمګړتیاو او ښیګڼو د نورې روښانتیا لپاره لنډ بحث شته چې ګډون وال یې شاعران او لیکوالان سید جیلاني جلان او محمد حنیف حیران دي.

Image caption د افغانستان په هره برخه كې د راډيوګانو بازار ګرم دى

پدې وروستيو كې د افغانستان په هره برخه كې د راډيوګانو بازار ګرم دى. دغو راډيو ګانو د خلكو د سياسي او ټولنيز شعور په لوړولو او معلوماتو ته په لاسرسي كې له ولسونو سره مرسته كړې ده خو په اړه يې شكايت دا دی چې د خپرونو معيار يې ټيټ او وړاندې كوونكي يې مسلكي نه دي نو ځكه يې سيمه والو ته د ګټې پر ځاى تاوان رسيږي.

د افغانستان په خوست ولايت كې هم اوه (۷) ايف اېم راډيوګانې خپرونې كو . د دغو راډيوګانو د خپرونو په اړه هم بحث اوریدلی شی چې ګډون وال یې د خوست پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد حضرت بهار او د يوې خصوصي راډیو له چلوونكی نوراجان بهير دي.

په دې پیلوځي کې د هلمند د څپاند سیند مشاعره یادوو. دا دودیزه مشاعره په لشکرګاه کې د لسګونو شاعرانو او شعر مینه والو په ګډون ترسره شوه، مشاعرې ته تکړه ممثل او هنري شخصیت ممنون مقصودي هم ورغلی و. پدې خپرونه کې ښاغلی مقصودي د استاد مجروح یو شعر دکلمه کوي.

ورته مطالب