اوباما د افغانستان روان وضعیت وارزاوۀ

اوباما
Image caption د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني ویلي، اوباما له خپلو جګپوړو امنيتي سلاکارانو سره سره د دوه ساعته ناستې پرمهال د افغانستان او پاکستان پر حالاتو مفصلې خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما له خپلو نژدې سلاکارانو سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه میاشتنۍ ناسته وکړه.

نوموړي په دې ناسته کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځيانو د وتلو مهال وېش وارزاوۀ.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، اوباما اوس دې ته نژدې شوی، چې له افغانستان څخه د خپلو پوځيانو د ایستلو په اړه پرېکړه وکړي.

په پام کې ده چې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ په راتلونکې جولای کې پیل شي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني ویلي، اوباما له خپلو جګپوړو امنيتي سلاکارانو سره د دوه ساعته ناستې پرمهال د افغانستان او پاکستان پر حالاتو مفصلې خبرې وکړې.

بل خوا، سپینې ماڼۍ ویلي چې پر راتلونکې چهارشنبه (د جولای اتمه) به ولسمشر اوباما له افغان ولسمشر حامد کرزي سره وېديويي کنفرانس جوړ کړي.

په پام کې ده چې دواړه ولسمشران به له افغانستانه د امریکايي پوځيانو د وتلو په اړه خبرې وکړي.

خو تر دې مهاله ولسمشر اوباما له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړه.

وړاندې افغانستان ته د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس د خپل سفر پرمهال پر وسله والو طالبانو د پوځي فشار د ډېرولو غوښتنه وکړه.

Image caption د رویټرز خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي شاوخوا ۱۰۰ زره پوځيانو کلنی لګښت ۱۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

نوموړي ویلي ول، چې په افغانستان کې پر روانه جګړه د القاعده ډلې د مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو د اغېز په تړاو څرګندونې به له وخته وړاندې خبره وي.

رابرټ ګېټس د پاکستان پولې ته څېر د افغانستان پکتیکا ولایت کې د امریکايي ځواکونو له څلورمې پلی لوا سره د کتنې پرمهال وویل ''موږ باید پر اورپکو فشار ډېر کړو، چې دا کار مو وړاندې نه دی کړی.''

هغه وویل: ''دا به له وخته وړاندې خبره وي چې د بن لادن وژل کېدو په افغانستان کې پر روانه جګړه څومره اغېز کړی.''

د رویټرز خبري اژانس په حواله، په افغانستان کې د مېشتو امریکايي شاوخوا ۱۰۰ زره پوځيانو کلنی لګښت ۱۱۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

د ویلو ده چې په امریکا کې د افغانستان د جګړې په تړاو په عامو خلکو کې مخالفتونه ورځ تر بلې په ډېرېدا دي.

ورته مطالب