د یمن په سوېل کې تاوتریخوالي زور اخیستی

وروسته له هغه چې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح د درملنې لپاره سعودي عربستان ته لاړ د هیواد په سویل کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د زنجبار په ښارګوټې کې لږترلږه ۱۵ کسان په تازه نښتو کې وژل شوي چې هدف یې پر ولسمشر صالح فشار زیاتول او د واک پریښودولو ته اړیستل دی.

د یمن مخالفې ډلې پر حکومت فشار اچوي چې ددوی غوښتنې ومني او ولسمشر صالح چې دم ګړې د خپلو ټپونو د درملنې لپاره سعودی ته تللی له واکه لري شي.

خو د یمن سرپرست ولسمشر وايي ولسمشر صالح به په څو ورځو کې بیرته هیواد ته ستون شي.

په همدې حال کې د یمن د راتلوونکې په اړه خبرې دوام لري خو داسې نښې نښانې نه شته چې اوسنی په ټپه ولاړ حالت دې مات شي .

اخوا پوځ وايي څو لواګانې یې ورغوښتي چې د زنجبار ښارګوټی ددوی په وینا بیرته د القاعده له اورپکو ونیسي.

ورته مطالب