'له افغانستان سره د امریکا پر اوږدمهاله مرستو باید تمرکز وشي'

Image caption د امریکا جمهوریت غوښتونکي او دیموکراتان دواړه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي .

د امریکا کانګرس په یوه تازه راپور کې ویلي، تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به دغه هېواد له اقتصادي بحران سره مخامخ شي.

د متحده ایالتونو په مشرانو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د کمېسیون دیموکراتانو ویلي، که چېرې له افغانستان سره اوږدمهاله مرستې ونه شي، له سخت اقتصادي بحران سره به مخامخ شي .

دا پلټنه له تېرو وو کلونو راهیسې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د دیموکراتانو په مټ ترسره شوې، چې د چهارشنبې پر ورځ یې رسنیو ته سر وکړ .

راپور له امریکايي ولسمشر بارک اوباما غوښتي چې په افغانستان کې هره میاشت د ۳۲۰ میلیون ډالرو مرستو په سمو لګولو کې له افغان حکومت سره مرسته وکړي .

په راپور کې داسې وېره ښودل شو، چې له افغانستان سره د نړیوالو مرستې کېدای شي په دغه هېواد کې د فساد لامل وګرځي .

او د افغانستان د مارکیټونو په اړه دا اندېښنه هم ښودل شوې چې ګني افغان حکومت یې پر سرچینو پوره واک نه لري .

راپور کاږي، ''په ۲۰۱۴ کې د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره که چېرې سر له اوسه دغه مرستې سمې منظمې نه شي، افغانستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ شي . ''

په راپور کې راغلي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د USAID په افغانستان کې هره میاشت ۳۲۰ میلیون ډالر په دې موخه لګوي چې د افغانانو زړونه او عقلونه خپل کړي .

خو راپور دا هم ویلي چې د امریکا متحده ایالتونه ددغو پیسو د لګولو په اړه ښه څارنه وکړي .

Image caption د افغانستان د مالیې وزارت مني چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم تر یوه بریده منفي اغېز ولري .

په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۱ په جولای کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي .

په لومړی پړاو کې به د اوو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي .

د امریکا جمهوریت غوښتونکي او دیموکراتان دواړه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي .

پرهمدې مهال د افغانستان د مالیې وزارت هم مني چې له دغه هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل به د هېواد پر اقتصادي وضعیت هم تر یوه بریده منفي اغېز ولري .

خو د یاد وزارت ویاند عزیز شمس وایي، افغان حکومت ځینې داسې پروګرامونه لري چې تر ۲۰۱۴ کاله چې ټاکل شوې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، پرمټ یې دغه هېواد د دې جوګه وي چې له دې اړخه د عوایدو د ترلاسه کېدو تشه ډکه کړي .

ورته مطالب