دفاع وزارت: هوايي او ځمکنی ځواک پياوړی کوو

Image caption وزارت وايي د پوځي وسایطو اخيستو د افغان ځواکونو د مورال په لوړولو کې مرسته کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت وایي د شاوخوا یو نیم میلیارد ډالرو په ارزښت یې پرمختللي هوایي او ځمکني وسایل اخستي دي. د دفاع وزارت وایي ښایي دا ډول زغره وال ګاډي او وسایل د سیمي په کچه نور هیوادونه ونه لري.

د دفاع وزارت چارواکي وایي دغه تجهیزات لا هم د دغه هیواد ټولي اړتیاوې نه پوره کوي او په وینا يې د نورو په اړه خبرې دوام لري.

دوی وایي د پوځي وسایطو اخيستو د افغان ځواکونو د وړتیا په لوړولو کې مرسته کړې او وایي د همدې موخي لپاره شل میلیارده ډالره نوره مرسته ځانګړې شوې ده.

د افغانستان د اوسنۍ جګړې بڼې ته په کتو چې تر ډېره مخالفین له بمي چاودنو او د ماینونو له ښخولو کار اخلي، د افغانستان د دفاع وزارت چارواکي وایي نوي اخيستل شوي تجهیزات ډیر پرمختللي دي او داسې سیستمونه لري چې د ماینونو په پیژندلو او شنډولو کې خورا اغیزناک دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په دغو وسایلو کې یو شمېر الوتکې او نور زغره وال وسایط شامل دي.

ده وویل چې دغه وسایط د دوی د اړتیاوو یوه برخه پوره کولی شي او د ده په وینا افغانستان هوایې دفاعي وسایلو ته ډیره اړتیا لري.

دی وايي شاوخوا شل میلیارده ډالره د افغان امنیتي پوځ د پیاوړتیا لپاره پخوا مرسته شوې وه او ټاکل دا دی چې همدومره نوره مرسته هم ورسره وشي.

وزارت همدارنګه د ملي پوځ د ځواکونو د ډېریدو اړتیا ته په اشارې وویل چې په خپلواکه توګه د هیواد د امنیت ټینګولو لپاره ۲۴۰ زره پوځ ته اړتیا ده.

جنرال ظاهر عظیمي وایي تردې وړاندې د افغانستا ن د پوځ د شمېر په بحثونو کې دا د پام وړ ټکی وو چې څنګه وکولای شي د هېواد دننه امنیت ټینګ کړي.

خو د چارواکو په خبره اوس افغانستا ن په دې باور دی چې په یو ډول نه یو ډول باید د سیمې د هیوادونو په کچه د دفاعي دکتورینو انډول رامنځته شي چې افغانستان وکولی شي د خپل اساسي قانون ، خپلو پولو ، ځمکنی بشپړتیا دفاع وکړي او د بهرنیو مداخلو مخه ونیولی شي:

(( د افغانستان ملي پوځ سربیره پر دې چې د کورني امنیت په ټینګولو کې خپله ونډه اخلي باید وکولای شي خپلې سنتي یا بهرنۍ دندې هم تر سره کړي. د یوه پوځ سنتي او اصلي دنده د خپلواکۍ ساتنه ، ځمکنی بشپړتیا او د اساسي قانون خوندیتوب دی.))

افغان امنیتي چارواکي په دې باور دي چې د ملي پوځ د ډېریدو ګراف یې تر پلان شوي پروګرام وړاندي روان دی.

خو وایي ۲۴۰ زرو ته د دغې شمیرې له ډیریدو سره دې ته هم اړتیا ده چې د هغو پر اکمالاتو غور وشي.

ورته مطالب