افغانستان له ايران نه ۳۰۰ زره ټنه تيل اخيستي

Image caption افغانستان په کال کې شاوخوا درې اعشاریه یو میلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري.

ایران پرافغانستان د شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه تیلو پر خرڅلاو موافقه کړې ده. دغه تړون پرون په تهران کې د افغانستان او ایران د سوداګرۍ چارواکو ترمنځ لاسلیک شو.

ټاکل شوې د دغو تیلو ډیره برخه د افغانستان په لویدیځو ولایتونو کې مصرف شي.

شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې ایران د هغو اندیښنو له کبله چې ګني له هغه هیواده تلونکي تیل په افغانستان کې ناټو ځواکونه مصرفوي، د افغان سوداګرو نژدې دوه زره تيلي ټانکر په خپله خاوره کې درولي وو.

خو د افغانستان د سوداګرۍ وزیر وایي په نوي تړون کې یې ایران ته ډاډ ورکړی چې دا تیل يوازې افغان ملکي وګړي مصرفوي، نه په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر چې د تیلو د پېرلو د تړون لپاره ایران ته تللی وو وایي د نوي تړون له مخې به ایران تر راتلونکو شپږو میاشتو شاوخوا ۳۰۰ زره ټنه تیل پر افغانستان وپلوري.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي وایي د اړتیا په صورت کې به ایران نور تیل هم د افغانانو په واک کې ورکړي.

تر دې شپږ میاشتي وړاندې ایران د افغان سوداګرو شاوخوا دوه زره ټانکره د دواړو هیوادونو پر پوله درولي وواو ویره یې دا ښوده چې دغه تیل په افغانستا ن کې د ناټو ځواکونه کاروي .

خو ښاغلي احدي وویل چې په نوي تړون کې دا ویره له منځه تللې او ایراني لوري ته ډاډ ورکړل شو چې دغه سون توکي به افغان ملکي وګړي کاروي .

ښاغلي احدي دغه راز وویل چې په نژدې راتلونکي کې به له روسیې، قزاقستان او ترکمنستان سره هم د تیلو د صادراتو په اړه ورته تړونونه لاسلیک کړي.

افغانستان هر کال په پوځي او ملکي برخو کې شاوخوا درې اعشاریه یو میلیون ټنه تیلو ته اړتیا لري چې د چارواکو په خبره د افغاستان د اړتیا وړ تیلو نژدې دیرش سلنه یې د ایران له لوري دغه هیواد ته راوړل کیږي.

ورته مطالب