اوباما د ملکيانو پر وژنه غمرازي وښووله

کرزی، اوباما
Image caption د دواړو ولسمشرانو ترمنځ خبرو شاوخوا يو ساعت دوام وکړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي او د متحدو ايالاتونو ولسمشر براک اوباما د افغانستان او سيمې د حالاتو په تړاو له يو بل سره د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي دي.

د امريکا سفارت له لوري په خپره شوې ويناپاڼه کې ويل شوي چې دغو خبرو شاوخوا يو ساعت دوام وکړ.

د افغانستان د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دواړو ولسمشرانو په سيمه کې د اورپکۍ پر ضد جګړې باندې د اسامه بن لادن د مړينې د اغېزو په اړه خبرې وکړې.

د امريکا د سفارت له لوري او دغه راز د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپرو شويو دواړو وينا پاڼو کې په يوه خوله ويل شوي چې ولسمشر اوباما په افغانستان کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې په اړه اندېښنه ښوولې ده.

په تېره په هلمند ولايت کې چې قربانيان يې ښځې ، ماشومان او نارينه وو.

دواړه مشران په دې کې سره يو نظر وو چې د ډيرو ملکي تلفاتو اصلي عاملين د افغان حکومت وسله وال مخالفين دي.

دوی ملکي تلفات يوه تراجېدي وبلله چې په وينا يې کولی شي د ولسي خلکو د ساتنې تګلاره اغېزمنه کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي او ولسمشر اوباما د افغان حکومت له وسله والو مخالفينو سره د پخلاينې د روان بهير په اړه هم خبرې کړي او افغان ولسمشر خپل امريکايي سيال ته د دغو خبرو په اړه معلومات ورکړي دي.

د افغانستان او امريکا ترمنځ د ستراتيژيکې همکارۍ او له بهرنيو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد چاره نورې هغه موضوعګانې وې چې دواړو مشرانو پرې خبرې کړي دي.

ورته مطالب