د سوريي او ترکیي تر منځ اړیکي

ترهغه وروسته چې د ترکیې لومړي وزیر رجب تایپ اردووان د سوریې چارواکي د لاریون کوونکو په وړاندې بیرحمه وبلل ، د انقرې او دمشق ترمنځ اړیکې خړ پړشول. لس دوولس کاله وړاندې د دواړوهیوادنو ترمنځ اړیکي خورا خړپړ وو. لکه چې په بي بي سي کې د دپیلوماتیکو او دفاعي چارو خبریال جوناتان مارکس لیکي داسې بریښي چې په عربي نړې کې روان بدلونونه په سوریه هم اغېز کوي او دا پخپل وار د ترکیې او سوریې اړیکي د کړکیچ لور ته بیایی.

ایا د سوریې او ترکیې ترمنځ د ښو اړیکو پېر تېر شوی دی؟

دا په منځني ختیځ کې د ديپلوماسۍ په ډګر کې یو لوی بدلون دی. د کلونو په اوږدو کې د دواړو هیوادونو اړیکي خړپړ وو. ترکیې سوریه پدې تورنوله چې کردي بیلتون پالو ته پناه ورکوي او تل د اوبو د کانالونو او زیرمو پرسر لانجې وې.

کله نا کله به دواړه هیوادونه جګړې ته سره نیږدې کېدل. خو کله چې په سوریه کې بشر الاسد او په ترکیه کې د اسلامي عدالت او پرمختیا منځلاری ګوند واک ته ورسیدل دا هرڅه بدل شول. ترکیې له ټولو ګاونډیانو سره د ستونزو د پای ته رسیدلو تګلاره خپله کړه.

په تېرو لسو کلونو کې د سوداګري کچه لوړه شوه، د دواړو هیوادونو ترمنځ زیات تړونونه لاسلیک شول، ترکیه تل د اسرایلو او سوریې ترمنځ په خبرواترو کې د فعال منځکړي ونډه لوبوي. خو اوس بیا د اړیکو د خړپړتیا خطر رامنځ ته شوی دی. په سوریه کې د بحران تر رامنځ ته کیدو وروسته ترکي مشران له ولسمشر بشرالاسده غواړي چې د خلکو غوښتنو ته غوږ ونیسي او اصلاحات راولي.

تېره میاشت د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر او د هغه هیواد د نوې بهرنۍ تګلارې جوړونکي احمت دولت اوګلو وویل سوریه داسې اصلاحاتو ته اړتیا لري چې حالات سم کړي. خو داسې اصلاحات لاهم درک نلري. اوس ترکي مشران له سوریې نه ترکیې ته د کډوالو د وراوښتو له امله په سوریایي چارواکو سختې نیوکې کوي.

ښایې د ټاکنو د را رسېدو په درشل کې پدې کې سیاسي عناصر وي. خو د ترکیې مشران د زړه له کومې په سوریه کې ناکراریو انديښمن کړي دي. دا په ترکیه کې د نوې بهرنۍ تګلارې تر رامنځ ته کیدو وروسته د هغې په وړاندې تر ټولو سخته ننګونه ده.