کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ ۱۶ غړي ووژل

کندهار کې د مخکينۍ چاودنې ټپیان ګورﺉ
Image caption په وژل شوو کې اته ماشومان دي .

د افغانستان په نارامه ولایت کندهار کې د سړک غاړې خښ کړای شوی ماین د ولسي وګړو پر یوه ګاډي چاودلی، چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۱۶ کسان وژل شوي .

په کندهار کې ازاد خبریال مامون دراني بي بي سي ته وویل، چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې، د ارغنداب او خاکرېز ولسوالیو ترمنځ په کچه سړک شوې ده .

نوموړی وايي، وژل شوي کسان د هلمند له څاروان کلا څخه د خاکرېز ولسوالۍ شاه اغا زیارت ته روان ول، چې په 'حاجي لاهور' سیمه کې د سړک غاړې خښ شوی ماین یې پر تونس وچاودېد .

په چاودنه کې د کورنۍ ۱۶واړه غړي وژل شوي .

په وژل شوو کې اته ماشومان، پنځه مېرمنې او درې نارینه دي .

په همدې حال کې ملګري ملتونه وايي د روان کال د مې په میاشت کې د ولسي وګړو مرګ ژوبله ډېره لوړه وه.

بل خوا د کندهار ښار شهیدانو په څوک کې وسله والو د عامه نظم د ساتنې یو پولیس په دزو وژلی دی .

د کندهار د امنیت امر شیرشاه یوسف زي بي بي سي ته دواړې پېښې تایید کړې دي .

بل خوا په نیمروز ولایت کې د زرنج – دلارام پر لویه لاره د بولیسو پر یوه ګاډي د سړک غاړې ماین چاودلی چې د دلارام ولسوال انجینر خداد په وینا دوه پولیس په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي .

بل لوری د غزني ښار په زړه کې د کابل کندهار پر لویه لاره چاودنه شوې چې له امله یې درې کسه وژل شوي چې دوه یې ماشومان دي .

په پېښه کې دوه نور ماشومان ټپیان شوي هم دي .

د ولسي وګړو په نښه کول

ملګري ملتونه وايي د روان کال د مې میاشت د ولسي وګړو لپاره تر ټولو مرګونې وه .

د انځور حقوق AFP
Image caption په راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېر ۲۰۱۰ کې په بهرنیو بریدونو کې ۵۲ کمښت راغلی دی .

ددې سازمان د شمېرو له مخې د مې په میاشت کې ۳۶۸ تنه ولسي وګړي وژل شوي او ۵۹۳ نور ټپیان شوي دي .

د ولسي وګړو مرګ ژوبله د افغان حکومت او د دوی د نړیوالو پلویانو ترمنځ یوه لانجمنه موضوع ده .

خو د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې ولسي وګړو ته زیاته مرګ ژوبله د افغان حکومت د مخالفینو له خوا اوښتې ده . نوې شمېرې ښيي، چې د ۳۰۱ پېښو پړه پر طالبانو وراچول شوې ده .

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې د تېر ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې ۱۲۷۷ ولسي افغانان وژل شوي، چې دا شمېره د ۲۰۰۹ کال پرتله په سلو کې ۱۵ لوړه ده .

په راپور کې دا هم ویل شوي چې په تېر ۲۰۱۰ کې په بهرنیو بریدونو کې ۵۲ کمښت راغلی دی .

ورته مطالب