د غزني روزنتون ماشومان شکایت کوي

ماشومان
Image caption د غزني د روزنتون ماشومان وايي چې صحي چاپېریال نه لري او سم خواړه نه ورکول کېږي .

له نن څه د پاسه اته كاله وړاندې په غزني كې د كار او ټولنيزو چارو د رياست په چوكاټ كې د يتیمو ماشومانو د روزنې په موخه روزنتون جوړ او كې گڼ شمېر داسې ماشومان چې يا يې څوك نه لرل او يا هم له اقتصادي ستونزو مخامخ ول، راټول شول .

په دغه روزنتون كې راټول شوي ماشومان شكايت كوي چې د خوراك، څښاك اوسېدو ځای او كاليو مينځلو ته يې پاملرنه كېږي .

هغوی وايي د اوسېدو خونې يې كوچنۍ، د څښلو د اوبو څاه يې ناپاكه او ان په نس هم ماړه نه وي .

د روزنتون يوه ماشومه نجيبه وايي:'' پخوا دلته يوه خاله وه . زموږ كالي به يې راپريمينځل، اوس هغه نشته كالي پخپله مينځو، اوډوډۍ هم ډېره كمه وي، خوراك مو ډېر وخت لوبيا وي كله نورڅه څو په نس ماړه نه يو .''

صفي الله يوبل ماشوم هم ورته ستونزې بيانوي او وايي: ''د څاه اوبه ناپاكه دي، پشي په كې لوېدلې، د ځان پريمينځلو سم ځاى نشته، دخوب خونې مو تنګې تنګې دي . ډاكتر نه لرو كله كله چې كوم ډاكټر راشي داسې لېونى كار يې دى د ستونې درد، او غاښو درد او د نس درد له پاره دغه يوډول ګولۍ دركوي. .....''

هغوی همدا ډول ادعا كوي چې درسي چارې يې لكه څنګه چې ښايي هغه ډول په مخ نه ځي ښوونكي يې د درس د تدریس پرمهال وهي اوډبوي. او له تاوتريخوالې ډك چلند ورسره كوي .

هغوئ وايي ډېر وخت يې دا ښوونكی درس ويلو ته هم نه ورځي، هغوی غوښتنه كوي او وايي په روزنتون كې دې ورته د لوبو پوره وسايل برابر، او د كتابتون د جوړولو تابيا وشي .

ددغه روزنتون يوبل ماشوم شفيق الله هم وايي: ''كله چې معلم صاحب صنف ته راشي سړى وهي ډېر وخت خو درس ته هم نه راځي او چې راسي تندى يې تريو راته نيولى وي، په لاس او پښو مو په لرګي، په ربړ، په پيپ وهي، موږ د لوبو سامان نه لرو توپ نه لرو، موږ ته دې راوړي، كتابونه هم غواړو ټولو هلكا نو ته دې راوړي، قلمونه او كتابچې نه لرو راته رادوړې .''

د كار او ټولنيزو چارو د رياست چارواکي په روزنتون كې ځينې موجودې ستونزې، لكه د لوبو د وسايلو ، او كتابتون او ښوونكو نشتون مني خو وايي دوي تر ډيره هڅه كړي ترڅو دروزنتون لپاره د يوې ودانۍ د جوړولو لپاره بوديجه په واك كې وركړي .

خو پورته مقاماتو ورسره هېڅ نه دي كړي. د غزني د كار او ټولنيزو چارو د رياست مرستيال نصرالله سياسي وايي:

''له بده مرغه بايد ووايم چې موږ رښتيا هم دروزنتون لپاره كومه ودانۍ نه لرو، دخپل رياست لپاره هم ودانۍ نه لرو . موږ وزارت ته وړانديز كړى چې بوديجه راكړي، خو لايې څه زموږ په واك كې نه دي راكړي، دغه تعمير هم د مخابراتو د وزارت دی چې په كرايه مو نيولاى دى، او ډاكتر هم په تشكيل كې نه لرو. او له يوشمېر خيريه ټولنو سره مو خبرې كړې، ډير امكان شته چې ددغو ستونزو د هواري لپاره يوه لاره ولټوله شي، خو په خواشينۍ سره بايد ووايم،دا ټولې ستونزې چې ماشومان يادوي، د ودانۍ د نشتون له امله رامنځ ته شوي دي، او وزارت هم نهيلي كړي يو.''

Image caption د روزنتون ماشومان وايي چې ښوونکي یې ټولګي ته نه ورځي، او کوم چې ورځي، بابیزه یې وهي .

په غزني روزنتون كې اوس مهال ټول ۱۲۰ ماشومان په ليلیه او غير ليلیه ډول ژوند كوي چې له ډېرې ناچارۍ د ژوندانه له ستونزو سره ځان جوړوي .

د چارو كار پېژاندو په خبره داسې ماشومانو لپاره ددرسي او خوراكې موادو نه شتون له يوې خوا او له تعليمي نصاب سره د ښوونكو نابلدتيا له بلې خوا هغه جدي ستونزه ده چې دروندوالى يې د ماشومانو په كمكيو اوږو پروت دی .

كه يې د ستونزو هواري ته ژر پام ونه شي، دا وېره شته چې دوی به له گڼو روانې ناروغيو سره مخامخ كړي .

ورته مطالب