د سومالیا د کورنیو چارو وزیر خپلې ورېرې وژلی

عبدالشکور شیخ حسن د انځور حقوق AP
Image caption داسې ښکاري چې د کورنیو چارو وزیر هېڅ نه پوهېده چې ورېره یې چې یوه زده کوونکې وه، له الشباب ډلې سره یوځای شوې ده.

په سومالیا ک د ''الشباب'' وسله والې ډلې د دغه هېواد د کورنیو چارو د وزیر عبدالشکور شیخ حسن د وژلو مسؤولیت منلی او وايي چې نوموړی د خپلې ورېرې له خوا وژل شوی دی .

وړاندې سومالیايي چارواکو ویلي ول چې ښاغلی شیخ حسن پخپل کور کې د ننه په ځانمرګي برید کې وژل شوی .

یوه جګپوړي حکومتي چارواکي عبدالقادر معلٍّ نور بي بي سي ته ویل، چې وزیر خپل ځان چوولی چې وزیر په کې وژل شوی دی .

دوی وايی چې نجلۍ هم سم لاسي وژل شوې ده .

د سومالیا یوه امنيتي چارواکي عدنان محمد د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، وزیر روغتون ته تر لېږدولو وروسته مړی شوی .

دی وايي، د معلوماتو له مخې، برید د وزیر د ورېرې له خوا ترسره شوی دی .

نورو امنیتي سرچینو بیا ویلي، چې دغه نجلۍ له تېرو درو ورځو راهیسې په مګادیشو کې د وزیر په کور کې اوسېده .

ویل کېږي چې ساتونکو ځکه هغه نه وه تلاشي کړې، چې ګني وزیر ته یې هېڅ خطر ترې نه و احساس کړی .

Image caption دا دریم ځانمرګې برید و چې په تېرو درو اوونیو کې پر سومالیایي چارواکو کېږي .

د ویلو ده چې په تېرو څو کلونو کې''الشباب'' ډلې ورته ځانمرګي بریدونه کړي .

اسلام پالې ډلې ''الشباب'' ویلي چې ددې برید ترشا ددوی لاس و او دغسې نور بریدونه به هم وکړي.

داسې ښکاري چې د کورنیو چارو وزیر هېڅ نه پوهېده چې ورېره یې چې یوه زده کوونکې وه، له الشباب ډلې سره یوځای شوې ده.

په دې وروستیو کې د سومالیايي او د افریقايي اتحاديې د ځواکونو د عملیاتو له امله یو شمېر سیمې د الشباب ډلې له ګوتو وتلې دي.

دا دریم ځانمرګې برید و چې په تېرو درو اوونیو کې پر سومالیایي چارواکو کېږي .

ورته مطالب