ولسي جرګې پردویمه ورځ پټه خوله اعتراض وکړ

ولسي جرګه
Image caption افغان وکیلان ټینګار کوي تر هغې چې پاتې وزیران ور و نه پېژندل شي، خپل خاموش اعتراض ته به همداسې دوام ورکړي .

د افغانستان ولسي جرګې ددویمې ورځې لپاره د حکومت له لوري جرګې ته د پاتې اوو نوماندو وزیرانو د نه ورپېژندلو په غبرګون کې پټه خوله اعتراض وکړ .

د افغانستان ولسي جرګې د دویمې پرله پسې ورځې لپاره هم خپل خاموشه اعتراض او د خپلو میزونو ډبولو ته دوام ورکړ .

وکیلانو دغه اعتراض تېره ورځ (شنبه) د حکومت له لوري جرګې ته د پاتې اوو نوماندو وزیرانو د نه ورپېژندلو په غبرګون کې پیل کړ .

جرګه د سهار په شاوخوا لسو بجو پیل شوه او وکیلانو هم تر ۱۱ بجو پورې په هرو پنځو دقیقو کې یو وارې د اعتراض په ډول خپل میزونه ډبول .

د شنبې ورځې خلاف، د جرګې له ۲۴۹ غړو څخه یې شاوخوا نیمايي ناسوب و، د یو شمېر وکیلانو دا غوښتنه وه چې باید د ناسوبو وکیلانو نومونه په څوکیو وځړول شي او د مطبوعاتو له لارې ولس ته وښودل شي .

خو یو شمېر نورو یې بیا اعتراض درلود چې د چوپ اعتراض له کبله باید د وکیلانو ترمنځ هېڅ ډول بحث هم ونشي چې همداسې وشول .

د وکیلانو چوپ اعتراض له دې کبله دی، چې ولې حکومت د کابېنې پاتې اوو وزیران د باور د رایو د اخېستو لپاره جرګې ته نه ورپېژني.

وکیلانو تېره اونۍ ظاهرآ د همدغه کار لپاره خپلې دوبنۍ رخصتۍ د نورو پنځلسو ورځو لپاره ځنډوله،خو له یو شمېر وکیلانو سره چې بي بي سي خبرې کړي د حکومت د دغه ګام په اړه ویشلي نظرونه لري.

سید اسحق ګیلاني په دې باور دی چې حکومت د نوماندو وزیرانو په ټاکلو کې مصلحتونو ته ډېر پام کوي او همدغه علت دی چې جرګې ته د وزیرانو پېژندنه ځنډېدلې ده:

''حکومت د اشخاصو په تعین کې مشکلات لري،په هغه نظام کې چې په حزب باندې ولاړ نه وي او پر معاملاتو او د یو شمېر مشخصو کړیواو قومونو د خوښۍ لپاره کار کوي له همدغسو ستونزو سره مخامخ کیږي.

له ولسمشر سره چې هرچا ملګرتیا کړې د هغوی د خوشحالولو لپاره هڅه کوي چې د هغوی یو کس معرفي کړي،همدغه علت دی چې د وزیرانو پېژندنه ځنډول کیږي''.

خو یوه بله وکیله نسیمه نیازۍ بیا ظاهرآ د حکومت د دغې پریکړې ملاتړې ده او وايي چې حکومت پر یو شمېر نورو مهمو موضوعګانو د بوختیا له کبله جرګې ته وکیلان پېژندلي نه دي:

''د میزونو په ډبولو کې د پارلمان له غړو سره موافقه نه یم، دا د حکومت دنده ده چې نوماند وزیران جرګې ته وروپېژني،خو ښايي حکومت د ځینوو ستونزو، مجبوریتونو او ضرورتونو له کبله په دې کار کې پاتې راغلی وي نو ځګه دغه کار ځنډیدلی دی.

ریس جمهور یو کمېسیون ټاکلی او د وزیرانو د ټاکلو دنده یې ورسپارلې ده،او داسې ویل کېږي چې ښايي په کابینه کې یو لړ نور تغیرات هم راشي،بناءً، پارلمان باید د اوس لپاره دغه کار نه وی کړی'' .

Image caption په تېره شنبه هم ولسي جرګې چوپه خوله اعتراض وکړ .

د ترانسپورټ او هوايي چلند، روغتیا، لوړو زده کړو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ښاري پرمختیا، ښځو د چارو او اوبو او برېښنا هغه اووه وزارتونه دي چې لا هم د سرپرستانو له لورې پرمخ بیول کېږي .

وکیلان وايي د قانون له مخې یو سرپرست وزیرله یوه میاشت څخه زیاته موده دنده ترسره کولی نشي،او دغه راز په دغه موده کې په وزارت کې د ادلون بدلون او یو لړ تړونونو د لاسلیک کولو صلاحیت هم نه لري، خو یادو شوو سرپرستو وزیرانو له دغو پولو پښه اړولې ده .

افغان وکیلان ټینګار کوي تر هغې چې پاتې وزیران ور و نه پېژندل شي، خپل خاموش اعتراض ته به همداسې دوام ورکړي .

ورته مطالب