کونړ: له تښتول شوو کارګرو ۶ یې راخوشي شول

کونړ
Image caption له تښتول شوو شپږ کسه راخوشي شوي، خو مشر او استاد یې لاهم له تښتوونکو سره دي .

د افغانستان په ختیځ کونړ ولایت کې د مسلکي زده کړو د یوه مرکز اته کارکوونکي ناپېژاندو وسله والو تښتولي دي .

په کونړ کې د بي بي سي خبریال وايي، دغه کسان د تېرې شنبې پر ګهيځ مرکز اسعد اباد ته څېرمه په 'شیګل' ولسوالۍ کې تښتول شوي، چې شپږ کارګر بېرته راخوشي شوي دي .

خو د کونړ د بیارغانیز مرکز KCC مشر مختار او یو بل استاد انجنیر لاهم د وسله والو په منګولو کې دي .

دغه مرکز د ترکاڼۍ، ګل کارۍ او نلدوانۍ په برخو کې کسانو ته درې میاشتې مسلکي زده کړې ورکولې او تر فارغېدا وروسته یې د خپل مسلک اړوند توکي او د اوسېدو ځای ورکاوه .

له دغه مرکز څخه لس ځلې مسلکي شاګردان فارغ شوي، چې د متحده ایالتونو له خوا یې مالي مرسته کېږي .

تر دې مهاله ددغو کسانو د تښتولو پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې .

څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو پکتیا کې د سړک جوړونې ۳۵ کارګر ووژل شاو ۱۵ نور یې وتښتول .

ورته مطالب