شفاهي ادبيات راغونډول غواړي

خوست
Image caption خوست وال وايي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت خوست ته پام نه کوي .

د نورې نړۍ څه چې د ګاونډیو هیوادونو په پرتله هم زموږ د هیوادوالو د سواد کچه د اندېښنې ترکچې ټیټه ده، له همدې امله په کې د شفاهي یا ولسي ادبیاتو د ضایع کیدو وېره زیاته وه او لا هم دا اندېښنه په ډېرو سیمو کې پر خپل ځای پاتې ده .

دا وېره هغه مهال لاپسې پراخه شوه چې له هېواده د مهاجرتونو لړۍ پیل او ترکلونو کلونو وغځېده .

د مهاجرت په شپو ورځو کې زموږ هېوادوال تر ډېره له خپل تاریخ، دودونو او کلتورونو سره لېرې شول هغه ځوانان چې په ماشوموالي کې له هېواده تللي وو او یا هلته پیدا او هملته رالوی شول، د پردیو کلتورونو تر اغېزې لاندې راغلل .

هېواد ته د هېوادوالو له راستنېدو او د بهرنیو توکیو په راوردېدو سره د بهرنیو کلتورونو راواردول هم پیل شول .

په دې وروستۍ لسیزه کې چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې ګڼې انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنیو خپرونې پیل کړې نو یو شمېر یې په لوی لاس او یو شمېر یې بیا د موادو د کمښت له امله د داسې څه په خپرولو لاس پورې کړ چې کارپوهانو او ټولنپوهانو ورته نېغ په نېغه د کلتوري یرغل نوم ورکړ .

که څه هم ولس، ملي شوری او یو شمېر چارواکو په دې اړه څو ځلې اندېښنې وښودې او د کلتوري یرغل د مخنیوي غوښتنه یې وکړه خو د یو شمېر نورو غوښتنو په څېر دې غوښتنې هم ځای ونه نیوه او دا روان سیلاب زموږ په ښارونو او کلیو کې لا هم په غرغنډو پرمخ روان دی .

په دې وروستیو کې یو شمېر فرهنګی کړیو د فرهنګي یرغلونو د کچې د راټیټېدو او له بلا څخه د راتلونکو نسلونو د ژغورنې په موخه یو لړ ګامونه اخیستي دی .

په دې ګامونو کې یو هم د خپل اصیل افغاني فرهنګ د ارزښت او د شفاهي ادبیاتو د راټولونې او ساتنې په موخه د هېواد په لر او بر کې د څېړنیزو سمینارونو جوړول دي .

په تېرو دوو ورځو کې ورته سیمنار (د شفاهي ادبیاتو د پیدایښت او پایښت مساله) تر سرلیک لاندې په خوست ښار کې هم جوړ شوی و .

د سیمینار تابیا په فرهنګي چارو کې د ولسمشر کرزي د فرهنګي مشاوریت دفتر، په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون، ادارې او د خوست یو شمېر فرهنګي ټولنو د خوست د ولایت مقام په مرسته کړې وه .

سمینار ته ولسمشر کرزي هم خپل لیکلی پیغام رالېږلی و او د خوست والي عبدالجبار نعیمي له لورې د غونډې برخه والو ته واورول شو .

ولسمشر په پیغام کې د خوست فرهنګي یون ستایلی وو خو له فرهنګیانو او په ځانګړي ډول له ځوانانو یې غوښتي وو چې د خپل اصیل کلتور د ساتنې لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې او هلې ځلې وکړي .

په غونډې پر خوستیو فرهنګیانو سربېره د شیخ زاید پوهنتون ګڼو محصلینو او استادانو هم ګډون کړی و .

په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سالاکار وزیر سرمحقق زلمي هېوادمل، د افغانستان د راډیو او ټلویزیون عمومي ریس زرین انځور، د افغانستان د علومو اکاډيمۍ مسلکي غړو او خوست مېشتو لیکوالانو ویناوې وکړې او خپلې مقالې یې ولوستلې .

د انځور حقوق b
Image caption په پرېکړه لیک کې دا هم غوښتل شوي وو چې د فولکلور مضمون دې د ښوونځیو په لوړو ټولګیو کې تدریس شي او محصلینو ته دې سپارښتنه وشي چې په دې اړه مونوګرافونه ولیکي .

دوی په خپلو مقالو کې د شفاهي ادبیاتو لرغونتوب، ارزښت، په دې برخه کې شوي کارونه او د شفاهي ادبیاتو د راغونډولو په لارو چارو تفصیلي خبرې وګړې .

د یاد دوه ورځني سمینار په پای کې یو پرېکړه لیک ولوستل شو چې په کې لویه پکتیا د دا ډول توکیو لوی او غني مرکز بلل شوی و، راټولولو ته یې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه شوې وه او وړاندیز شوی و چې په دې اړه دې په شیخ زاید پوهنتون کې ځانګړی مرکز پرانیستل شي .

په پرېکړه لیک کې دا هم غوښتل شوي وو چې د فولکلور مضمون دې د ښوونځیو په لوړو ټولګیو کې تدریس شي او محصلینو ته دې سپارښتنه وشي چې په دې اړه مونوګرافونه ولیکي .

د خوست يو شمېر ځوانانو له کابل څخه د ورغلي پلاوي او په ځانګړي ډول سلاکار وزیر هېوادمل ته شکایت وکړ چې د اطلاعات او کلتور وزارت خوست ته مناسبه پاملرنه نه کوي او په دې برخه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه .

استاد هېوادمل په مرکز کې امکانات محدود وبلل او د خوست فرهنګي وضعیت یې وستایه، خو له دوی سره یې ژمنه وکړه چې پیغام به یې اړوندو ادارو ته ورسوي .

ورته مطالب