غوربندیان: د امنيتي ځواکونو پرتله، وسله وال ډېر واکمن دي

د پلازمېنې کابل شمالي سيمه په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان له ناامنه سيمو ګڼل کېده، خو د پروان ولايت په شمال لوېديځ کې د غوربند دره چې له کابل سره درې ساعته واټن لري، د سيمې د زياتره اوسېدونکو په اند په دې لږ موده د مرکزي او سيمه ييز حکومت پام وراوښتی دی .

د سيمې اوسېدونکي وايي طالبان او نورې کوچنۍ وسله والې ډلې هلته فعاليت لري چې په وينا يې د امنيتي ځواکو پرتله د سيمې زياتره کنټرول د دوی په لاس کې دی .

د غوربند درې اوسېدونکي وايي وسله والې ډلې د شپې پاڼو په خپرولو سره ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيسي او خلک ګواښي چې په حکومتي ادارو کې له کار کولو لاس واخلي .

دا چې دغه شپې پاڼه مې ترلاسه نه شوای کړای، خو د سيمې اوسېدونکي وايي دا شپې پاڼې پر جوماتونو او د کورونو پر دېوالونو لګول شوې دي .

... په شینواري ولسوالۍ کې پولیس له خپلو پوستو نه راوځي یوازې معاشونه اخلي، ځانونه مړوي او یوزاې د ځان امنیت ساتي او د لارې د امنیت په کیسه کې نه دي . چې امنیت نه شي راوستی، ولې بیا حکومت کوي ؟!!

غلام علي

په غوربند کې د ناامنيو د تازه پېښو په لړ کې سياګرد ولسوالۍ ته څېرمه د باميانو د ولايتي شوری رييس او د دغې ولسوالۍ امنيه قومندان ووژل شول .

کله مې چې د ناامنيو ستونزې د پروان له والي او نورو چارواکو سره شريکې کړې، دغه چارواکي د غوربند د امنيت د ټينګښت په برخه کې ظاهراً جدي ښکارېدل، چې له والي سره تر مرکې شېبه وړاندې د ولايت د امنيتي ستونزو پر سر امنيتي چارواکو له والي سره غونډه درلوده .

په تېرو څو کلونو کې ناامنۍ او يو لړ نورې ستونزې د غوربند د اوږدې لارې چې باميان له پروان او کابل سره نښلوي، د رغونې په مخ کې خنډ ګرځېدلې دي .

که څه هم د اوسني حکومت په لومړي کال په دې سيمه کې د بيارغاونې چارې وشوې، خو په وروستيو کلونو کې ناامنۍ ددې لامل شوې چې مؤسسې او نور مرستندويه سازمانونه په غوربند کې فعاليت ته زړه ښه نه کړي .

تراوسه ددغې سيمې اوسېدونکي برېښنا نه لري، روغتيايي مرکزونه يې چندان فعال نه دي، او ښوونځي يې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي .

په تېرو درو لسيزو کې غوربند د افغانستان د نورو سيمو په څېر د سياسي تحولاتو شاهد و. پر افغانستان د وخت د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال دغه سيمه د مجاهدينو د يوې مهمې اډې په توګه کارول کېده .

غوربند

دغه غرنۍ او زرغونه دره د مساحت او نفوس له اړخه د پروان ولايت کابو نيمايي برخه جوړوي، چې د شينواري او سياګرد ولسوالۍ په کې پرتې دي .

ددغې سيمې زياتره کنټرول د 'حزب اسلامي' او 'جمعيت اسلامي' په لاس کې و، او د طالبانو د اسلامي امارت په واکمنۍ کې طالبانو د شمالي ټلوالې د مشر احمد شاه مسعود پرضد له دې سيمې ستراتيژيکه ګټه اخيسته .

دغه غرنۍ او زرغونه دره د مساحت او نفوس له اړخه د پروان ولايت کابو نيمايي برخه جوړوي، چې د شينواري او سياګرد ولسوالۍ په کې پرتې دي .

شاوخوا نيمه پېړۍ وړاندې د سالنګ د تونل تر پرانيستلو مخکې دغې درې شمال له جنوب سره نښلاوه، او ټول سوداګريز کاروانونه او سلګونه نړيوال سيلانيان به له دغې درې تېرېدل ، خو د سالنګ د تونل تر جوړېدا وروسته يې د اهميت او شهرت کچه راټيټه شوه .

ددغې درې زياتره اوسېدونکي پښتانه، تاجک او هزاره دي .

دا چې غوربند يوه غرنۍ دره ده، ډېری خلک يې پر کروندو او مالدارۍ بوخت دي .

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .