ملي امنیت: ایرانی ځانمرګی بریدګر او ترهګره ډله مو نیولې

ښاغلی مشعل
Image caption ښاغلی مشعل وايي چې دا لومړی ځل دی چې ملي امنیت یو ایراني ځانمرګی برید کوونکی نیسي .

د افغانستان د ملي امنيت اداره ادعا کوي چې د لومړي ځل لپاره يې يو ايرانى وگړى په کندهار کې د ځانمرگي بريد په تور نيولى دى .

افغان او بهرنيو چارواکو تر دې مخکې ددغه هېواد په لوېديځو ولايتونو کې چې له ايران سره پر پوله پراته دي د داسې وسلو او ماينونو د نيول خبره کړې وه چې ايراني نښانونه يې لرل، خو دا لومړى ځل دى چې يو ايرانى د ځانمرگي بريد د کولو په تور نيول کېږي .

د افغانستان ملي امنيت ادارې دغه ايرانى چې د هغه هېواد د زاهدان استان اوسېدونکی بلل شوى له څلورو نورو تورنو کسانو سره يو ځاى په کندهار ولايت کې نيولى دى.

د افغانستان د ملي امنيت وياند لطف الله مشعل پر دې اړه نور جزيات ورنکړل خو دومره يې وويل چې له دغو کسانو څخه يو يې د ايران و او بل د پاکستان د بلوچستان چې غوښتل يې په کندهار کې ځانمرگي بريدونه وکړي :

''په کندهار ولایت کې د ځانمرګو بریدونو یو سمبالوونکی له خپلو څلورو ملګرو سره ونیول شول . په نیول شوو کې یو ځانمرګی برید کوونکی د ایران له زاهدان راغلی و، چې غوښتل یې په کندهار کې ځان والوځوي او بل کس د پاکستان د بلوچستان و . خو د ملي امنیت کارکوونکو تر ځان چوولو وړاندې ونیول . ''

ښاغلي مشعل په هرات کې هم د يوې داسې ترهگرې ډلې د نيولو خبره وکړه چې د اسلام کلا د بندر له لارې ورته پيسې راتللې ښاغلي مشعل د ايران نوم وانیخست خو ويې ويل تاسو پوهېږئ چې اسلام قلعه کوم هېواد ته نژدې دى او له کومې خوا ورته توکي راځي .

ایرانۍ وسلې او ماینونه

دا لومړى ځل دى چې په افغانستان کې يو ايرانى وگړى د ځانمرگي بريد د هوډ په تور نيول کېږي، خو تر دې مخکې د افغانستان په لوېديځو او سوېلي ولايتونو کې افغان او بهرنيو ځواکونو ويلي دي چې ډېر ځله يې داسې نوې وسلې او ماينونه نيولي دي چې د ايران نښې پرې انځور وي .

Image caption بي بي سي په دې وروستيو کې داسې بېلگې موندلي دي چې په جرمني کې جوړ شوي دوربينونه او نور پوځي توکي له دوبۍ څخه ايران ته لېږدول شوي دي .

ايران دغه راز تورونه رد کړي چې گواکې ددوى حکومت په افغانستان کې له اورپکو سره مرسته کوي، خو بي بي سي په دې وروستيو کې داسې بېلگې موندلي دي چې په جرمني کې جوړ شوي دوربينونه او نور پوځي توکي له دوبۍ څخه ايران ته لېږدول شوي دي .

ځينو بهرنيو پوځي چارواکي ویلي چې ښايي ايران دا وسايل په افغانستان کې اورپکو ته ورلېږي .

ايران د افغان حکومت د ملگرتيا ادعا لري، خو په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له شتون سره سخت مخالف دى .

ورته مطالب