ننګرهار کې د ځمکې پر سر شخړه کې ۶ کسه وژل شوي

ننګرهار
Image caption چارواکي وايي تر دمه په نښته کې شپږ کسه وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د شاړې دښتې پر سر د شینوارو دوه خیلونو یو ځل بیا پر یو بل د درنو او سپکو وسلو ګوزارونه کړي دي. رپوټونه چې د پنجشنې تر غرمې پورې په دغو نښتو کې شپږ کسه وژل شوي او د دواړو لورو لس کسه ټپيان دي.

د ښکیلو قبیلو نه د یوې مشر ملک سید حکیم چې په اوسنۍ نښته کې ېې تر هغې بلې ډیر کسان وژل شوي تور لګوي چې دغې جړې ته د حکومت لږې پاملرنې ډیرې ککرۍ وخوړې او لا ېې خوري.

سره له دې چې ځايي اوسیدونکي د کړکیچ په نه هواری د حکومت ناپامي د تاوتریخوالي د ډیریدو دلیل ګڼي خو په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو قومندان جنرال امین الله امرخیل وايي که کابل ورته ووايي له دواړو غاړو نه به درنه وسله چې دده په وینا دا اوس هم ډزیږي ترې واخلي.

ښاغلی امرخیل وايي په دغو نښتو کې تر اوسه شبږ کسه وژل شوي او لس نور ټپیان دي.

سره له دې چې د شینوارو د دغې لانجې د حل لپاره څو وارې حکومتي پلاوي او غټې قومي جرګې هم وشوې خو د ماشوړې ورک سر ېې ونه موند.

اوس د ځینو باور دادی چې دا شخړه د حکومت د مخامخ پښې له ورګډیدو پرته نه هواریږي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او دهمدغې سیمې اوسیدونکې ملا لۍ شینوارې وايي جرګو ځکه نتیجه ور نه کړه چې دواړو لوروته د منلو نه وه.

د شینوارو د دوو قبیلو علي سرخیلو او سهپۍ ترمنځ د زرګونه جریبه للمي ځمکې د ملکیت پر سر شخړه د څه مودې راهیسې روانه ده چې دواړو غاړو ته په کې د سر زیانونه هم ور اوښتي.

له بلې خوا د کونړ چارواکي وايي د څه مودې را هیسې د پولې د بلې غاړې نه د کونړ پر بیلا بیلو سیمو د توپونو ډزې کیږي چې د کونړ د پولیسو مشر وايي په پرونیو ډزو کې د شیګل په چوګام سیمه کې څلور کوچنیان وژل شوي او د سیمه يیزو خلکو په وینا دوه نور کسان پکې ټپیان شوي دي.

پاکستانۍ غاړې په دې تړاوو څه نه دي ویلي، خو نن پاکستاني چارواکو یوځل بیا تور ولګاوه چې له کونړ نه را اوختو وسلوالو په باجوړ کې برید کړی او یوشمیر کسان ېې وژلي دي.

خو د کونړ چارواکي دا تور په کلکه ردوي او وايي چې په کونړ کې هیچ داسې څوک نشته چې بلې غاړې ته دې د بریدونو لپاره ورشي.

ورته مطالب