"برتانيا به وضعيت ته په کتو له افغانستان نه وځي"

ليام فاکس
Image caption برتانیا به د 2014 کال په پای کې په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ونه لري.

د برتانیا، ډنمارک او استونیا د دفاع وزیرانو چې د افغانستان په سویل کې د خپل پوځي ماموریت د پیل د پنځمې کلیزې په پلمه کابل ته په سفر راغلي و، یو ځلې بیا له افغانستان سره د خپلو همکاریو او د افغان ځواکونو د روزنې پر دوام ټینګار وکړ.

د برتانیا د دفاع وزیر لیام فاکس په ډاګه کړه چې هیواد به یې د 2014 کال وروسته په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ونه لري، خو زیاته یې کړه چې دا چاره په دغه هیواد کې په امنیتي وضعیت پورې تړلې ده:

"برتانیا به د 2014 کال په پای کې په افغانستان کې جګړه ییز ماموریت ونه لري. هغه څه چې ولسمشر کرزی یې غواړي او دا په بشپړه توګه د افغان حکومت حق دی چې وټاکي په خپل هیواد کې یې څوک امنیت خوندي کړي.

دا چې دا بهیر به په څومره چټکۍ ترسره شي دا په سیمه کې په وضعیت پورې اړه لري، په دې پورې اړه لري چې د لیږد بهیر څه ډول پرمخ ځي. او دا نه یواځې د افغان ځواکونو د شمیر په زیاتیدو پورې تړاو لري، بلکې په دې پورې هم تړلې ده چې د هغوی ظرفیتونه لوړشي."

نوموړې په افغانستان کې د نښتو پرمهال د ملکي وګړو په مرګ ژوبله هم خواشیني څرګنده کړه ویې ویل د پوځیانو هڅه یې دا ده چې د توان تر بریده د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ټیټه کړي:

"د هر ملکي وګړي مرګ ژوبله لويه خبره ده. خو په نښتو کې پیښیدل د مخنیوي وړ نه دي. موږ هر هغه ممکن عمل ترسره کوو چې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ټیټه کړو.

دا ډول د ملکي وګړو مرګ ژوبله د جګړې زیږنده نه ده بلکې دا خلک دي چې هغه زغمي، چې له بده مرغه موږ دا نشو کمولی. خو موږ کولی شو چې د طالبانو په وړاندې عملیاتو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه کړو."

Image caption برتانیا په افغانستان کې څه باندې یوولس زره پوځیان لري چې ډیری یې په هلمند کې دي.

د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسله تل د افغان حکومت او نړیوالو ملاتړو ترمنځ یې یوه کړکیچنه موضوع پاتې شوې او کله ناکله یې خو یې د دواړو لورو ترمنځ په اړیکو هم سیوری غوړولی دی.

برتانیا اوسمهال په افغانستان کې څه باندې یوولس زره پوځیان لري چې ډیری یې په سویلي ولایت هلمند کې میشت دي، خو تر دې وړاندې برتانیا ویلي چې په افغانستان کې کورنیو ځواکونو ته د امنیتي چارو د مسوولیتونو د لیږد له پیلیدو سره به په روان میلادي کال کې خپل شاوخوا څلور سوه پوځیان له افغانستانه وباسي.

ټاکل شوې په راتلونکې میاشت کې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد چاره پیل شي.

د هلمند مرکز لښکرګاه چې برتانویي پوځیان په کې میشت دي هم د هغو سیمو په ډله کې ده چې په لومړي پړاو کې به یې د امنیتي چارو مسوولیت له بهرنیو ځواکونو څخه کورونیو پوځیانو ته ور وسپارل شي.

ورته مطالب