په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"له تور لېسته د طالبانو ایستل ګټور تمامېږي"

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د ملگرو ملتو تور لېست څخه د وسله والو مخالفينو د نومونو ويستل به د سولې له بهير سره ډېره مرسته وکړي.

د ولسي جرگې او د سولې د عالي شورا غړى، مولوي شهزاده شاهد وايي چې د سولې لپاره لاره پرانیستل شوې ده، افغانان، افغان حکومت پاکستان، نور گاونډيان او ملگري ملتونه دې نتيجې ته رسېدلي چې جنگ د حل لاره نۀ ده او ټولې مسلې بايد د خبرو په وسيله حل شي.

ښاغلي شاهد دا خبرې د لندن د سفر پر مهال د لته د بي بي سي په مرکزي سټوډيو کې له عنايت الحق ياسيني سره په مرکې کې کړي دي.