د کابل پر امنيتي حوزې په برید کې نهه کسه وژل شوي

نننی برید
Image caption په برید کې درې پولیس وژل شوي دوه نور ټپیان دي .

د افغانستان پلازمېنې کابل ښار پول باغ عمومي ته څېرمه پر لومړۍ امنيتي حوزې وسله والو ډله ییز برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل په ټوله کې پر دغې امنتي حوزې درو ځانوژونکو برید کوونکو برید کړی و :

''په پېښه کې درې پولیس، پنځه ولسي وګړي او یو د ملي امنیت کارکوونکی وژل شوي. ددې ترڅنګ لس ملکي وګړي او دوه پولیس ټپیان شوي دي .''

ښاغلی صدیقي وايي، جګړې تقریباً درې ساعته دوام وکړ :

''لومړي ځانوژونکي د کابل د لومړۍ حوزې په مخ کې ځان چوولی، دویم یې د پولیسو په ډزو وژل شوي، دواړه د کابل د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي وو او له پولیسو سره په جګړه کې دواړه وژل شوي . ''

برید نن ماسپښن شاوخوا یوه بجه پیل شو، چې تر درو بجو پورې یې دوام وکړ .

لومړی وسله والو پر حوزې برید کړی او بیا ورننوتي دي .

د برید پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستې ده .

ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، چې برید ددوی ملګرو کړی دی .

د پولیسو دغه مرکز د ولسمشرۍ ماڼۍ ته په لږ واټن کې پرته ده .

بل خوا، په غزني ولایت کې وسله والو د ناټو پر اکمالاتي لاریو برید کړی او څلور ساتونکي یې وژلي دي .

له تېرو څو اوونیو راهیسې د کابل ښار څه - ناڅه ارامه و، خو ننني برید یوځل بیا د خلکو اندېښنې ډېرې کړې .

په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت مخالفو وسله والو له خوا پر حکومتي ودانیو او امنيتي کسانو ډله ییز بریدونه ډېر کړي، چې وروستۍ پېښه یې د هرات ولایت وه .