کرزی: امریکا له طالبانو سره خبرې کوي

حامد کرزی د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ولسمشر کرزي پخپلو خبرو کې دا ونه ویل، چې ایا د طالبانو چارواکي له امریکايي چارواکو سره په خبرو کې مخامخ ښکېل دي او که د بل چا په مټ .

د یو شمېر افغان چارواکو او وسله والو طالبانو ترمنځ د مخامخ او نامخامخ خبرو رپوټونه موجود ول خو دا لومړی ځل دی چې په دغه برخه کې د بهرنیو ځواکونو او امریکا د ښکېلتیا خبره مخې ته راځي .

ولسمشر حامد کرزي په لومړي ځل او رسمي ډول له دغه راز نه پرده پورته کړه او په ډانګ پېیلې توګه یې وویل له طالبانو سره د سولې مذاکرات ښه روان دي او بهرني ځواکونه او امریکا یې مخ ته وړي :

''په دې کال کې د سولې خبرې له طالبانو او نورو وطنوالو سره چې د افغانستان اساسي قانون، د افغانستان پرمختګ، د افغان ملت آزادي، ولسواکي او د دغه هیواد لاسته راوړنې مني، له هغوی سره دا خبرې پیل شوې ښې پرمخ روانې دي او بهرني ځواکونه په ځانګړې توګه امریکا یې په خپله پرمخ بیايي''.

تر اوسه په دې تړاو په کابل کې د متحدو ایالتونو سفارت او ناټو چارواکو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د دوی ټینګار دا وو، چې د سولې د خبرو ابتګار باید افغانیزه وي او د افغانانو په واسطه ترسره شي .

خو لا هم د ښځو د حقونو د یو شمېر فعالانو په ګډون د مدني ټولنو یو شمیر استازي او د حکومت اپوزیسون له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي نیوکې کوي او له دې اړخه اندېښنه لري .

افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې را ټولو شوو سلګونو افغان ځوانانو ته د دوی په ملي ګنفرانس کې خبرې کولې .

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې تر ډېره هڅه کوله چې ځوانان زده کړو او په درسي چاپېریال کې له سیاست نه پر واټن ساتلو وهڅوي خو له بهرنۍ نړۍ سره یې د هېواد شتو اړیکو هم پر خبرو سیوری غوړولی و .

ښاغلي کرزي څو وارې له واشنګټن سره د پوځي او سیاسي اړیکو خبره تکرار کړه او ویې ویل چې له امریکا ستراتیژیک تړون باید په افغانستان کې د سولې له راتلو سره همهاله لاسلیک شي :

''له امریکا سره د ستراتيژیک تړون په تړاو، افغانستان د امریکا د وړاندیز په ځواب کې خپل وړاندیزونه مخې ته کړي دي . افغانستان د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو په اړه امریکا ته یو شمېر شرطونه هم مخې ته کړي دي. اول شرط په افغاستان کې سوله ده، هر کله چې امریکا له موږ سره ستراتیژیک تړون لاسلیک کوي دا باید په افغانستان کې د سولې له راتلو سره هم مهاله وي''.

ښاغلي کرزي له واشنګټن سره د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو دویم شرط، د بهرنیو ځواکونو قانوني د شتوالي قانوني کول یادل کړل او په دغه لړ کې یې د بهرنیو ځواکونو خپل سرو عملیاتو او د دوی له لورې د افغانانو بندي کولو ته هم ګوته ونیوله .

ولسمشر را ټولو شوو ځوانانو ته د خبرو پرمهال د هغو ادعاوو د پلټنې ژمنه هم وکړه چې ګواکې بهرنیو ځواکونو د افغانستان په جنوب کې په خپلو عملیاتو کې اتومي مواد استعمال کړي دي :

''د هستوي وسلو استعمال مې واوریدل یوه جدي خبره ده، ډېره مهمه ده ما واخیسته . ګرانو ځوانانو ! په دې اړه به موږ خپل تحقیقات پیل کړو ''.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د اتومي موادو د استعمال خبره کیږي، وړاندې هم په دې اړه یو لړ ادعاوې او رپوټونه موجود وو .

د ولسمشر حامد کرزي دغو وروستیو او تازه څرګندونو ته په کتو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې ښايي امریکا کور د ننه د خپل ولس مخ پر ډېرېدونکي فشار او په افغانستان کې د خپل مالي او ځاني تلفاتو د مخنیوي په موخه له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ځان ښکېله کړې وي .

خو طالبانو وړاندې ویلي تر هغه چې بهرني ځواکونه له افغانستان نه وتلي نه وي، له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي، خو د رپوټونو له مخې دوی داسې اشارې ورکړې وې، چې ښايي له یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي، ځګه چې د دوی په باور افغان حکومت د خبرو صلاحیت نه لري .

ورته مطالب