کونړ: د ډیورنډ له پورې غاړې زموږ پر ۶ ولسوالیو بریدونه شوي

کونړ
Image caption ددغو بریدونو تازه هغه یې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړي کې وو چې څلور کوچنینان یې و وژل .

د ختیځ ولایت کونړ چارواکي وايي له تېرې څه مودې راهیسې ددې ولایت د شپږو هغو ولسوالیو پر بېلابېلو سیمو چې دډيورنډ له پولې سره جوختې پرتې دي، له بلې غاړې نه پرې ددرنو توپونو لسګونه وارۍ شوي .

د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عوض محمد نذیري وايي له تېرو درو ورځو راهیسې په شیګل سرکاڼو د انګام او ناړۍ ولسوالیو تر ۱۰۰ ورپورته درانه توپونه وار شوي چې په وینا يې تر لسو پورې کسان يې وژلي او ځینې نور يې ټپیان کړي چې زیاتره يې کوچنیان دي .

ددغو بریدونو تازه هغه یې د سرکاڼو ولسوالۍ په شونکړي کې وو چې څلور کوچنینان یې و وژل .

ددې ولسوالۍ اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي نژدې هره ورځ پولې ته په ورڅېرمه سیمو ددوی په وینا د پولې له بلې غاړې نه بې هدفه مرمۍ لګېږي چې د سیمه والو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی .

تر اوسه افغانستان خپل ګاونډي ته رسماً احتجاج نه دی کړی او پاکستان هم په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ په دغه سرحدي سیمه کې ترینګلتیا له وروسته ډېره شوه چې څه موده وړاندې د دیر ولسوالۍ په برول کې وسله والو د پاکستاني پولیسو ډېر کسان ووژل .

هغه وخت پاکستان تور لګولی وو چه برید کوونکي له کونړه راوښتي وو، خو د کونړ چارواکو دا له خپله بامه پر نورو د واورو اچول بللي .

له بلې خوا، د پاکستان حکومت د هغه څه په تړاو په اسلام اباد کې د امریکا او افغانستان سفیرانو ته احتجاج کړی چه په وینا یې تېره ورځ د مومندو ایجنسۍ په زیارت سیمه کې د دوی پر پوسته د ناټو الوتکو بمبار کړی .

په دې تړاو مې د افغانستان په ختیځ کې د سرحدي پولیسو له مشر جنرال امین الله امرخېل نه وپوښتل، ده وویل تېره ورځ د ایساف او افغان سرحدي پولیسو پر ګډه ګزمه د توپچي ډزې وشوې او د یو پولیس د ټپي کېدو وروسته یي هوايي مرسته وغوښته .

ښاغلی امرخېل وایي الوتکو پر برید ځایي ګوزارونه وکړل، د سرحدي پولیسو قوماندان دا له ځانه دفاع وبلله نه برید .

تر دې وړاندې افغان چارواکو په وار وار ويلي چې د ګوشتي په ولسوالۍ کې ډېر ځل د بلې غاړې نه راتوغول شویو مرمیو پوځي او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې .

ورته مطالب