ایکنبیري: هېڅکله د افغانستان د اشغالولو په فکر کې نه یو

ایکنبیري
Image caption ایکنبیري وايي چې امریکایان افغانستان ته د افغانانو د مرستې لپاره راغلي دي.

په کابل کې د امریکا سفیر ویلي په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګرو نسبت کول د امریکا پت ته زیان رسوي.

کارل ایکنبیري په لومړي ځل په هرات ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې دا څرګندونې کولې.

هغه وویل: ''کله چې اورو موږ ته د نيواک ګر خطاب کېږي، او زموږ سخاوتمندانه مرستې بې اغېزې او د اداري فساد سرچينه بلل کېږي. دا زموږ عزت ته زيان رسوي او موږ د کارونو په تر سره کولو کې نهیلي کوي.''

ښاغلي ایکنبیري که څه هم په زغرده د ولسمشر کرزي نوم وانخیست، خو له تندې وینا یې داسې ښکارېده چې دا خبرې د کرزي د خبرو په غبرګون کې کوي.

څو ورځې وړاندې ولسمشر کرزي په هلمند کې د ناټو د عملیاتو په نتیجه کې ملکي وګړو تلفاتو ته په خپل غبرګون کې ویلي و که داسې عملیات نور هم دوام وکړي، نو نړیوال ځواکونه به ''اشغالګر'' وپیژندل شي.

ښاغلي کرزي ویلي وو ''که چېرې وروسته له هغه چې افغانستان له ناټو څخه پر کورونو د بمبارۍ کولو امر ونه مني، په اصل کې به دوی د ترهګرۍ د جګړې لپاره نه، بلکې د افغانانو د وژلو او د اشغالګرو ځواکونو په توګه راغلي وي. په دې اړه ټول پوهېږي چې افغانان څه ډول معامله کوي. ''

کرزي دا هم ویلي وو چې نړیواله ټولنه باید پوی شي چې افغانستان یو اشغال شوی هېواد نه دی، خو په کابل کې د امریکا سفیر هم ویلي چې هېواد یې هېڅکله هم د افغانستان د نیواک نیت نه درلود.

''هغه مهال چې ستاسو مشران په دې باوري وي چې د ګټې پر ځای زموږ زيانونه زيات دي. او هغه وخت چې موږ وپوهېږو چې زموږ ځواکونو او ملکي کسان پرته له کوم ځانګړي دليل نه قرباني کېږي هغه هم په داسې حال کې چې زموږ اقتصادي وضعيت هم خراب دی او زموږ د خپلو خلکو غوښتنې نه شي پوره کېدلی، نو په داسې حالاتو کې به امريکايان له خپلو ځواکونو وغواړي چې خپل هېواد ته بېرته ور ستانه شي.''

په پام کې ده چې افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال تر ختمېدو پای ته روسېږي.

ولسمشر کرزی وايي په افغانستان کې د یوې منظمې او په پرمختللو وسایلو سمبال اردو غوښتونکی دی، خو بهرنیان په دې برخه کې لازمه مرسته نه ورسره کوي:

''امریکاییان موږ ته الوتکې راکوي خو، بمبیرک الوتکې، هغه الوتکې چې موږ بمبیرک ورته وایو، چې په خپله مخه کې یو ماشین لري، هغه چې هلکان زده کړه پرې کوي، پیلوټان چې لومړی الوتکه چلول زده کوي نو پر همدا شان الوتکو یې زده کوي، هماغه الوتکې یې د جنګي الوتکو په نوم موږ ته راکولې، خو موږ ورته وویل چې دا الوتکې نه غواړو.''

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption افغان ولسمشر په داسې حال کې د افغانستان په بنسټیزو سیستمونو کې د بدلون خبرې کوي چې دا هر څه په اساسي قانون کې راغلي او بدلول یې ښايي دومره آسان کار نه وي.

د افغانستان به اساسي قانون کې ویل شوي یواځې لویه جرګه کولای شي چې د دې قانون په برخو کې بدلون راولي. په ۱۳۸۲ کال کې د اساسي قانون د لویې جرګې ځینو غړو د قانون له یو شمېر توکو له هغې ډلې اقتصادي سیستم او د ازاد بازار

له موضوع سره مخالفت ښوده ، هغوی هغه مهال ویل/ دا سیستم د افغانستان د خلکو په ګټه نه دی او د افغانستان د وګړو اقتصادي حالت به لا پسې بدتره کړي.

خو داسې ښکاري چې افغان حکومت اوس دغې موضوع ته متوجه شوی او غواړي وروسته تر یوې لسیزې بدلونونه پکې راولي.

ورته مطالب