په کندوز کې ځانمرګي برید ولسي وګړي وژلي

جرمني پوځیان
Image caption ایساف وايي په برید کې د دوی سرتېرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

د افغانستان په شمال ختيځ ولایت کندوز کې د جرمني سرتېرو پر یوه کاروان کاروان ځانمرګی برید شوی.

د کندوز د پولیسو ویاند سید سرور حسيني وايي برید د نن سهار د هوايي ډګر پر سړک یوه پلی ځانوژونکي کړی، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې برید کوونکو له چاودېدونکو توکو ډک ګاډی د هوايي ډګر څلورلارې ته څېرمه د بهرنیو ځواکونو کاروان ته نژدې چوولی دی.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې په برید کې درې ولسي وګړي وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

پر همدې مهال هلته د ایساف ځواکونو ویاند ډګرمن ګایر پېښه تایید کړې خو وايي چې جرمن سرتېرو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

خو وسله والو طالبانو رسنیو ته په برید کې د یو شمېر بهرنیو سرتېرو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

پنځه بهرني سرتېري وژل شوي

بل خوا، په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه وايي څلور سرتېري یې په ناپوځي پېښه او یو یې د اورپکو په برید کې وژل شوي دي.

ناټو په خپرو شوو خبرپاڼه کې په ناپوځي پېښو کې له معمول سره سم، د خپلو څلورو وژل شوو سرتېرو هویت او د پېښې ځای نه دی په ډاګه کړی او نور جزییات یې هم نه دي ورکړي.

خو وايي چې بل سرتېری یې په جنوب کې له اورپکو سره په ډزو کې وژل شوی دی.

په دې وروستیو کې وسله والو یوځل بیا پر بهرنیو او افغان ځواکونو ځانوژونکي بریدونه ډېر کړي.

تر ټولو تازه پېښه کې د تېرې شنبې پرورځ په کابل پر لومړۍ امنيتي حوزې د وسله والو طالبانو ډله ییز برید و، چې نهه کسان په کې ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

د طالبانو د بریدونو له ډېرېدا سره سم، د امریکا په مشرۍ لوېديځ قوتونه او افغان حکومت له وسله والو طالبانو سره د سولې او پخلاینې هڅې ګړندۍ کړې دي.

په دې لړ کې د ملګرو ملتو امنيت شورا پر طالبانو او القاعدې د نړيوالو بنديزونو د جلا کولو په پلوۍ رايه ورکړه .

هدف دادى چې له دغو دوو غورځنگونو سره چلند يو له بل نه توپير وکړي او په دې ډول طالبان په افغانستان کې د سولې له خبرو سره يو ځاى کېدو ته وهڅول شي .

تر اوسه د بنديزونو هماغه يوې کوميټې د دواړو غم خوړ. ملگري ملتونه وايي په دې سره طالبانو ته دا پيغام استول کېږي چې راوړاندې شي او په سوله ييز بهير کې ځانونه ورگډ کړي .

Image caption روان ۲۰۱۱ کال په افغانستان کې د بهرنیو پوځيانو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

ملګرو ملتونو دا ګام له افغان دولت سره د سولې د روان بهیر په لړ کې د مرستې په توګه پورته کړی دی .

په نوي لېست کې د طالبانو ۱۳۸ غړي او د القاعدې ۲۵۳ غړي دي .

د افغانستان دولت لا له وړاندې د امنیت شورا له تور لېسته د ۲۰ طالبانو د ایستلو هڅه کړې وه .

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین له بي بي سي سره په مرکه کې وویل: ''موږ له القاعدې د طالبانو د لېست د جلا کولو ملاتړ وکړ چې دا له وسله والو طالبانو سره د افغان دولت د سولې په روان بهیر کې یو مهم ګام ګڼل کېږي .''

ورته مطالب