له طالبانو سره د خبرو د تاييد نورې نښې

Image caption طالبانو نه يوازې د سولې په هر ډول خبرو کې گډون رد کړى، چې د کابل او د هغه د ملاتړو بهرنيو ځواکونو خلاف يې جگړه هم خورا چټکه کړې ده.

د امريکا رسمي چارواکو د ولسمشر حامد کرزي پروني اعلان ته لا غبرگون ندى ښودلى چې ويلي يې وو امريکا او لوېديځ له طالبانو سره په مخامخ خبرو بوخت دي.

خو د پوځيانو غبرگون يې چټک او په عين حال کې بېلابېل و. د لوى درستيز مخکني مرستيال جنرال جک کيئن چې اوس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د لوى امريکايي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېياس جگپوړى سلاکار دى، ددغه اعلان ارزښت کم وښوده.

د هغه په وينا په افغانستان کې تر ١٦ ډېرې ډلې له حکومت او بهرنيانو سره جنگېږي او ځکه نو يو پېچلې موضوع ده. جنرال کيئن وايي طالبانو لا نده منلې چې ماتېدونکي دي، نو ځکه به خبرو ته له کوم مهم وړانديز سره رانشي.

د طالبانو پخوانی زور نه دی پاتې

خو د پوځ احتياط ډگرمن ارنولد سټرانگ چې درې ځله په افغانستان کې جگړې ته تللې، وايي د طالبانو پخوانى زور نه دى پاتې :

"حقيقت دادى چې طالبانو خپله روحيه بايللې، طالبان له ټول تاوتريخوالي سره سره پوهېږي چې له څه ډول ننگونو سره مخامخ دي. او زما په فکر، د امريکايي ځواکونو د ايستلو يوه برخه به په خبرو د مسالې حل وي. خو دا خبرې به د نړيوالې ټلوالې د شرايطو له مخې وي. خبرې د هرې شخړې د حل يوه برخه جوړوي."

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مخکنى ډېپلمات مايکل سمپل چې پر ٢٠٠٧ کال له طالبانو سره د تماس په تور د ولسمشر کرزي په لارښوونه له افغانستانه شړل شوى و، په خبرو کې دومره پرمختگ يوه بريا بولي:

"دا مخې خواته يو ستر گام دى، ځکه چې رسمي تماسونه اوس ټينگ شوي دي. مخکني تماسونه نامخامخ او لومړني وو، خو اوس هغسې کسان ښکېل شوي چې د امريکا حکومت واک ورکړى او دوى له هغه چا سره غږېږي چې د طالب مشرتابه پوره واک ورکړى دى. مخکې دغسې يو کار نه و شوى."

طالبانو نه يوازې د سولې په هر ډول خبرو کې گډون رد کړى، چې د کابل او د هغه د ملاتړو بهرنيو ځواکونو خلاف يې جگړه هم خورا چټکه کړې ده. خو ښاغلى سمپل وايي چې د سوله ييزو خبرو په درشل کې دا کارونه عادي برېښي او جاري به وي:

"دا به د خرپ او خبرو يو حالت وي. دواړه غاړې به هڅه وکړي چې د خبرو په دې لومړي پړاو کې جگړې جاري وساتي. امريکايي او ناټو ځواکونه به دغه کار کوي او طالبان به هم همدغسې کوي."

له طالبانو سره د احتمالي روغې رپوټونو شمالي ټلوالې ته چې له بل هر چا له طالبانو سره ډېره جنگېدلي، اندېښنې ور اچولې دي. ددغې ټلوالې د وژل شوي قوماندان احمد شاه مسعود ورور، ولي مسعود چې يو مهال په لندن کې سفير و، لوېديځ تورن کړ چې له خپلو ژمنو په شا شوى دى:

"کومه ژمنه چې امريکا او نړيوالې ټولنې له افغان ولس سره کړې وه چې د ترهگرۍ سټه به وباسي او تر پايه به ورسره وجنگېږي، نن هغه نه ليدل کېږي. له نژدې لسو کلو وروسته اوس يو بل شي وينو: د تگلارې بدلون، د ارادو بدلون! په دې سره به پر افغانستان څه راځي- موږ په دې نه پوهېږو، خو په يوه شي پوهېږو چې ترهگرو ډلو ته تېرېدنې نژدې يو ناشونى کار دى. "

د سولې په برخه کې ددې وروستيو اعلانونو په اړه د طالب مشرتابه رسمي غبرگون هم نشته، خو په اسلام آباد کې د هغوى مخکني سفير ملا عبدالسلام ضعيف تاييد کړه چې که خبرې روانې هم وي، په لومړنيو پړاوو کې به وي.

د اروپايي ټولنې مخکنى ډېپلمات مايکل سمپل هم تر څه ځايه دغه نظر مني، خو وايي که هدف د خبرو برى وي، نو ښه به وي چې په دې اړه له ډېرو غږېدو نه ډډه وشي:

"پخپله دا خبره چې هغوى خپل يو واکمن استازى دې خبرو ته استولى ښيي چې اوس يې دا خبرې منلې دي.

Image caption په اسلام آباد کې د طالبانو مخکني سفير ملا عبدالسلام ضعيف تاييد کړه چې که خبرې روانې هم وي، په لومړنيو پړاوو کې به وي.

خو زه دا ويل هم غواړم چې، سره له دې چې ولسمشر کرزي د خبرو کېدل په ډاگه کړل، خو زما باور دادى چې د خبرو لومړني پړاوونه بايد پټ پاتې شي، ځکه چې ټولې گډون کوونکې خواوې لا هم سوچونه کوي او دريځونه يې اوړي – راوړي. هرڅومره چې په دې اړه ډېرې خبرې وشي، هومره سختېږي.

فکر کوم د طالبانو يوه برخه خوشحاله ده او د هوسايۍ احساس کوي چې ښه دى خبرې روانې شوې! خو ځينې مشران يې وېره لري چې که سخت دريځي خبر شي چې څه روان دي، ښايي ستونزې جوړې کړي.

"په کابل کې د بي بي سي د يوه خبريال پول ووډ په وينا، که د ولسمشر کرزي پرونى اعلان سم وي، نو يو شى ترې له ورايه په ډاگه کېدلى شي او هغه دا چې د ټولو خواوو دريځونه په نرمېدو دي.

ورته مطالب