پر کابل بانک دوه برید کوونکي اعدام شول

زر عجم
Image caption ملي امنیت وايي چې د زر عجم مړی به په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپاري .

افغان حکومت هغه دوه تنه اعدام کړي چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې په جلال اباد کې د کابل بانک پر سیمه ییزه څانګه یې په برید ګرم پېژندل شوي و.

د افغانستان د ملي امنیت اداره وايي د پاکستان اوسېدونکی زر عجم او د کونړ اوسېدونکی مطیع الله د محکمې په حکم او د ولسمشر کرزي په منظورۍ نن (دوشنبه) د کابل په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

د همدغه برید په تړاود داد محمد په نوم پر یو بل تن شل کاله بند ختلی .

په دغه برید کې شاوخوا ۴۰ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي و .

د ۱۳۸۹ د حوت/وري پر لومړۍ نېټه په جلال اباد ښار کې د کابل بانک پر یوې سیمه ییزې څانګې وسله والو برید وکړ، چې په لړ کې یې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول او ۷۸ ټپیان شول.

ملي امنیت وايي چې ددغو کسانو یو بل ملګری داد محمد په ۲۰ کلونو بند محکوم شو.

د ملي امنیت په ویناپاڼه کې راغلي، چې د مطیع الله مړی به په جلال اباد ښآر کې د هغه کورنۍ او د زر عجم مړی به تر اعدام وروسته په کابل کې د پاکستان سفارت ته وسپارل شي .

وسله والو طالبانو د برید پړه پرغاړه واخیسته .

Image caption په جلال اباد کې د کابل بانک پر څانګې په برید کې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول .

تر برید وروسته نیول شوي برید کوونکي پر خپل جرم اعتراف کړی و، چې د رسنیو د سر موضوع وګرځېده .

برید کوونکي په خپلو خبرو کې منلې وه، چې په کابل کې بانک کې یې د ولسي خلکو له وژلو خوند اخیست .

پر همدې مهال یوشمېر خلکو له ولسمشر حامد کرزي په عام محضر کې ددغو تورنو کسانو د اعدام غوښتنه کوله .

د افغانستان امنيتي چارواکو وړاندې ویلي وو، چې د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، دغه برید پاکستان کې طرحه وی و

ورته مطالب