کونړ: د پولې له بلې غاړې د توپونو ډزو شپږ کسان وژلي

کونړ
Image caption شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې پولې ته په ورڅېرمه ولسوالیو د چارواکو په وینا د بلې غاړې نه ګولۍ راځي چې تر اوسه يې په سرکاڼو د انګام ناړۍ او نورو سیمو کې تر ۱۵ پورې کسان وژلي او دومره نوريې د چارواکو په وینا ټپیان کړي.

د کونړ چارواکي وايي د تېر په څېر اوس هم ددې ولایت په ډېرو سرحدې ولسوالیو د پولې د بلې غاړې نه ددرنو توپونو ډزې لا نه دي درېدلي .

د کونړ د پولیسو مشر مل پاسوال عوض محمد نذیري وايي په تازه وار شوو توپچي ګولیو د ناړۍ ولسوالۍ په 'ساو خوړ' کې شپږ کسه وژل شوي او هم دومره نور ټپیان دي.

ښاغلي نذیري وویل نور يې زغم په پوره کېدو دی او که کابل ورته امر وکړي له خپلو وګړو به دفاع وکړي.

د ناړۍ ولسوالۍ د ساو خوړ یوه اوسېدونکي بي بي سي ته وویل ددغو بریدو نو له امله لسګونو کورنیو خپلې مینې پرېښې او نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي.

ده وویل دده کلې له پولې لسګونه کیلومتره رادېخوا په توپونو ویشتل شوی.

حاجي تاجبر وايي که حکومت د خپلو خلکو پوښتنه ونه کړي نو دوی اړ دي چې له ځانه دفاع وکړي.

شاوخوا دوه اوونۍ کېږي چې پولې ته په ورڅېرمه ولسوالیو د چارواکو په وینا د بلې غاړې نه ګولۍ راځي چې تر اوسه يې په سرکاڼو د انګام ناړۍ او نورو سیمو کې تر ۱۵ پورې کسان وژلي او دومره نوريې د چارواکو په وینا ټپیان کړي.

د همدغو بریدونو په تړاو نن د کومړ والي سید فضل الله وحیدي په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د استازې ادارې مشر د امریکا د سفارت استازي او بهرنیو ځواکونو قومندان ددې لپاره خپل دفتر ته ورغوښتي وو چې ددغو روانو بریدونو مخه څه ډول نیول کېدای شي.

Image caption د کونړ والي د بهرنیو ځواکونو له قومندانانو سره سلا مشوره کوي، چې ددغو بریدونو مخه څرنګه نیول کېدای شي.

ددغه مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په تړاو نظرونه سره وېشلي ځینې وايي ښايي دا دسولې د پیل شوو هڅو پر وړاندې دغنو شیندل وي خو نور يې بیا د پولې په اږدو کې پر وسله والو د کړۍ را تنګول یادوي.

داهم له پامه نه شي لوېدی چې څه موده وړاندې د همدغې ناړۍ ولسوالۍ سره د پولې په بله څنډه کې څو شپې وړاندې وسله والو پر پاکستاني پولیسو برید وکړ او ډېر شمېر کسان په کې ووژل شول.

هغه وخت پاکستان تور لګولی وو چې برید کوونکي له کونړه را اوښتي وو، خو افغان چارواکوو دغه تور بې بنسټه بللی.

ورته مطالب