داروپايي هیوادونو په تکل ګڼ افغانان یونان ته ځي

د انځور حقوق

په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو شمېره زیاته شوې چې له ایران نه په اروپايي هیوادونو کې د ښه ژوند په تکل یونان ته ځي.

که څه هم په یونان کې ددغو افغانانو د ژوندان شرایط ستونزمن دي خو د هغو افغانانو شمېره کمه نه ده چې غواړي ددغه هیواد له لارې نورو هیوادونو ته لاړ شي.

په همدې حال کې افغان حکومت اوملګري ملتونه وايي په تېروشاوخوا اتوکلونو کې څه باندې پنځه مېلیونه بهرمیشتي افغان کډوال خپل هېوادته راستانه شويدي.

چارواکي وايي یوازې په تېرو شپږومیاشتو کې له پاکستان او ایران نه اته ویشت زره افغانان بېرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزرات وايي دوی هغو راستانه شوو ته چې کور کلی نلري، په خپلو ولایتونو کې یوه یوه نمره ځمکه ورکړې ده. د چارواکو په وینا دا مهال شاوخوا شپږ مېلیونه افغانان په بهر کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

خو افغانستان ته یو شمیر راغلي کډوال د سرپنا او کار پر نشتوالي سربېره د یو لړ نورو اساسي اسانتیاوو له کموالي او نشتوالي هم سرټکوي .

ورته مطالب