افغان قابلې نړيواله جايزه وگټله

قابله
Image caption افغانستان د نړۍ په کچه يو له هغه هېوادو څخه دى چې د زيږون پر مهال د مور او ماشوم مړينه په کې د روغتيا د اسانتياو د نشتوالي له امله ډيره لوړه ده.

د برتانيې د کوچنيانو د ژغورنې د صندوق کالنۍ جايزه د افغانستان د جوزجان ولايت يوې قابلې مدينه راشدي ته ورکړه.

دا جايزه هرکال په غريبو هېوادو کې هغه مېرمنو ته ورکولو کېږي چې د ميندواره ښځو په پالنې کې ېې د پام وړ رول لوبولى وي.

مدينه راشدي چې نولس کالنه ده خپلې لومړنۍ زده کړې ېې د جوزجان قرقين ولسوالۍ کې کړي او بيا همدلته د قابلو د روزنې لنډ مهاله کورسونه بشپړ کړي دي. د کورسونو له بشپړېدو وروسته نوموړې همدې ولايت کې کار ته ملا وتړله.

نوموړې ته دا جايزه د جنوبي افريقا په هېواد کې ورکړ شوه.

اغلې راشدي بي بي سي ته وويل چې هرکال ۴۰ اميدواره ميندو پالنه کوي. نوموړې وايي پۀ پيل کې چا ېې د کم عمر له امله په کار باور نۀ درلود خو اوس خبره داسې نۀ ده.

افغانستان د نړۍ په کچه يو له هغه هېوادو څخه دى چې د زيږون پر مهال د مور او ماشوم مړينه په کې د روغتيا د اسانتياو د نشتوالي له امله ډيره لوړه ده.

ورته مطالب