غزنی: یوه سرتېري شپږ پولیس ووژل

غزنی د انځور حقوق AP
Image caption د غزني یوشمېر چارواکي وايي چې دغه پولیس په ځانمرګي برید کې وژل شوي .

د غزني د قرباغ ولسوالۍ د 'مشکي' سیمې په امنيتي پوسته کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

په غزني کې چارواکي ددغې پېښې په اړه یوه خوله نه دي.

د والي ویاند ویلي چې دا ځانمرګی برید و، خو د غزني د ملي امنیت رییس وايي چې دا له وسله والو طالبانو سره په مخامخ نښته کې وژل شوي.

بي بي سي ته د رارسېدلو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د پوستې یوه کس لاس درلود او دغه کسان یې وژلي دي.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د دغو پولیسو د وژل کېدو پړه پرغاړه اخیستې ده.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، برید کوونکی پولیس د دوی ملګری و، چې تر برید وروسته یې بېرته طالبانو ته ځان رسولی دی.

خو د غزني چارواکو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

بل خوا د غزني د ملي امنیت رییس امیرشاه خبریالانو ته په غزني ښار او اندړو کې د پنځو شکمنو وسله والو د نیولو خبره وکړه.

ورته مطالب